چارواکي: خوست او لغمان کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د انځور حقوق b
Image caption د افغانستان سویل ختیځ ولایت خوست کې ۲۵ تنه طالبان وژل شوي

د افغانستان په سویل ختیځ ولایت خوست کې د والي دفتر اعلان کړی، چې د پولیسو پر مرکزونو د طالبانو د لویې ډلې د برید په ترڅ ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

د خوست مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې لیکلي، د طالبانو ۲۵۰ کسېزه ډله چې په درنو او سپکو وسلو سمباله وه تېره شپه د علي شیر او تری زی ولسوالیو کې د سرحدي پولیسو په مرکزونو بریدونه کړي.

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وايي، په سپکو او درنو وسلو سمبالو سلګونه وسله والو کسانو د علي شیر ولسوالۍ اړونده پر ببرک سرحدي پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، وسله وال د افغان سرحدي ځواکونو له مقامت سره مخامخ شوي، چې د هغوی ۴ مړي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.

ښاغلی غیرت وايي، د هغو معلوماتو پر بنسټ چې دوی تر لاسه کړي شاوخوا ۲۵ وسله وال طالبان په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

بل خوا طالبانو هم په تازه خپاره شوي پیغام کې پولیسو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، چې دغې نښتې ۶ ساعته دوام وکړ، چې له دواړو خواوو درنې او سپکې وسله په کې کارول شوې.

ښاغلی پټان وايي، ټپیان پولیس یې چورلکه کې کابل ته لېږدولي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه تر سهار ۶ بجو روانه وه.

د خوست د والي دفتر دغه برید د "ترهګرو لوی برید" وباله او زیاته یې کړه، چې په دغه نښته کې د طالبانو ۲۵ تنه وژل شوي او ۲۱تنه نور یې ټپیان شوي دي او دوه پولیس هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

بل خوا په ختیځ ولایت لغمان کې چارواکو ویلي، د علینګار او مهترلام ترمنځ سرک کې د پولیسو پر پوستې طالبانو برید کړی چې د طالبانو ۸ کسه په کې وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک بي بي سي ته وویل، دغه پېښه نن سهار (مې ۱) شوې چې په کې یو ولسي وګړی او ۷ پولیس ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددغې پېښې په اړه تر دې دمه غبرګون نه دی څرګند کړی.

په دا وروستیو کې دغې ډلې د افغانستان په څو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ور کړی.

دوه ورځې مخکې د افغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۲۱ عملیات روان دي.

دغه عملیات د کندوز په ګډون د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو کې دوام لري.

ورته مطالب