کابل کې محکمې د فرخندې د قضیې په تړاو لومړۍ ناسته وکړه

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان پلازمېنې کابل په ابتدائیه محکمه د فرخندې د قتل په تړاو د دوسیې ارزونې لومړنۍ ناسته جوړه شوه، چې په دې قتل کې ۴۹ تورن هم محکمې ته راوستل شوي وو.

په دې ناسته کې د قاضي له خوا د فرخندې وهونکی، د هغې وژونکی او مړي ته یې اور اچوونکی د اصلي عامل وګڼل شو.

د محکمې په ناسته کې د شاه دو شمشیره جومات خادم هم په تورنو کې و، چې قاضي هغه د فرخندې په قتل کې "د خلکو هڅوونکی" وباله.

د تورنو په ډله کې یو قومندان هم و. دغه قومندان او د هغه اړوند پولیس له دې کبله محکمې ته راوستل شوي وو، چې ګني "پخپله دنده کې یې ناغیړي کړې او له خپل واک نه یې سمه ګټه نه ده اخیستې".

د ولسي جرګې استازې شینکۍ کړوخېل د محکمې ناسته کې وویل، دا موضوع باید وارزول شي، چې آیا د فرخندې قتل د لفظي شخړې له کبله و، او که له وړاندې پلان شوی و او یا دا چې سیاسي او ترهګریزه انګیزه یې لرله.

د پولیسو یوه تورن د ځان د تور ردولو په تړاو وویل، دا موضوع باید وارزوله شي چې د فرخندې قتل یوه عادي پېښه وه او که تر شا یې سیاسي اړخونه وو.

فرخنده د نوي کال له پیلېدا دوه ورځې وړاندې د کابل شاه دو شمشیره زیارت کې په دې پلمه په وهلو وهلو ووژل شوه، بیا یې مړي ته اور واچول شو، چې ګني قرآن شریف ته یې اور اچولی.

د انځور حقوق arg
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني د فرخندې له کورنۍ سره د کتلو پرمهال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د فرخندې قضیه به پخپله له نژدې وڅاري

پر هغې قهرېدلو خلکو د سوکانو، لغتو، تیږو او لرګیو ګوزارونه وکړل او د مرګ تر پولې یې ورسوله.

قاضي په جلسه کې وویل، په زیارت کې د قرآن شریف د سوځېدو هېڅ نښه نه ده موندل شوې، او د فرخندې له خوا یې د قرآن شریف سوځېدل رد کړل.

وړاندې ددې قضیې حقیقت موندونکي کمیسیون هم دا رد کړې وه، چې ګني فرخندې قرآن شریف ته اور اچولی، او هغه یې بې ګناه ګڼلې وه.

د فرخندې قتل د عامو افغانانو په ذهنونو او ټولیزو رسنیو کې توند غبرګونونه لرل، چې په ګڼو لاریونونو کې د هغې د قتل عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنې وشوې.

د انځور حقوق f
Image caption فرخنده د کابل مرکز شاه دو شمشیره زیارت او جومات ته څېرمه ووژل شوه

ورته مطالب