د فرخندې د قتل قضیه: قاضي د دوو پولیسو او یوه 'عرب' د نیولو امر وکړ

د انځور حقوق f
Image caption تورن په ټینګو امنیتي تدابیرو کې محکمې ته حاضر کړل شوي وو

د کابل ابتدائيه محکمه کې د فرخندې د قتل په تړاو د قضیې د ارزونې په دویمه ناسته کې قاضي د یوه ' عرب – افغان ' او دوو پولیس افسرانو د نیولو امر وکړ.

تېره ورځ محکمه کې د قضیې د ارزونې پرمهال یوه تورن پولیس وویل، یو 'عرب' په فرخندې د برید پرمهال موجود و، چې له ځان سره یې الکترونیکي توکي هم لرل، خو هغه مهال د پولیسو مخابراتي وسایل له کاره لوېدلي وو.

ددې موضوع د ارزونې په تړاو، د کابل ابتدائیه محکمې مشر، قاضي صفي الله مجددي امر وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د څېړنې مشر جنرال ظاهر ظاهر، د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي او ځینې لوړپوړي پولیس افسران دې د محکمې ناستې ته توضیحات ورکړي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي هغه کس هم محکمې ته حاضر کړ، چې ویل کېدل، عرب دی، او وویل چې نوموړی د افغانستان پېژندپاڼه لري او په اصل کې عرب نه دی.

دغه کس چې یو کال وړاندې له سعودي عربستان ته کابل ته راغلی، تذکرې یې قاضي ته قناعت ورنه کړ، همدا وو چې قاضي یې د نیولو امر وکړ.

دغه کس د فرخندې له قتل ۴۸ ساعته وروسته پولیسو نیولی، او بیا یې بېرته خوشی کړی دی.

د انځور حقوق EPA

د محکمې مشر د کابل دویمې امنیتي حوزې د هغو دوو افسرانو د نیولو امر هم وکړ، چې دغه سړی یې خوشی کړی دی.

د تېرې ورځې محکمې هم د کابل دویمې امنیتي حوزې د یوه افسر د نیولو امر کړی و. فرخنده د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوې وه.

اوسمهال د فرخندې د قتل په تور په ۴۹ تورنو کې ۱۹ پولیس دي، چې پخپلو دندو کې د 'ناغیړۍ او له خپل صلاحیته د ګټې نه اخیستلو' له تور سره مخامخ دي.

۲۷ کلنه فرخنده د تېر کال د کب پر ۲۸مه، د کابل مرکز شاه دو شمشیره زیارت کې قرآن شریف ته د اور اچولو په تور د قهرېدلو خلکو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.

د فرخندې د قتل په اړه حقیقت موندونکي کمیسیون، چې د ولسمشر په امر ګومارل شوی و، ویلي په یاد زیارت کې د قرآن سوځونې هېڅ نښه نه ده موندل شوې، او نه هم داسې ثبوت شته، چې ګني فرخندې ته قرآن ته اور ورته کړی وي.

Image caption فرخندې په یوې دیني مدرسې کې زده کړې کړې دي

ورته مطالب