بدخشان کې ۱۶ افغان سرتېري وژل شوي

د انځور حقوق f

په بدخشان ولایت کې د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د دغه ولایت مرکز ،فیض آباد د ښار روغتون ته د ۱۶ کسانو مړي وروړل شوي چې افغان پوځیان او پولیس دي.

د روغتون یوه چارواکي شاه عبد الله بي بي سي ته ویلي چې د دوو تنو سرونه پرې شوي ول او د ۱۴ نورو کسانو هم ډېر روغ نه وو پاتې.

د ښاغلي عبد الله په وینا اته ټپیان هم د فیض آباد ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

نن سهار د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو خبر ورکړی ؤ.

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند نجیب الله دانش بي بي سي ته وویل چې د دولت مخالفینو تېره شپه د وردوج ولسوالۍ په ځینو پوستو برید کړی چې د ده په وینا د افغان ځواکونو له "جدي غبرګون" سره مخامخ شوي.

تر دې وړاندې د پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، د بي بي سي ځايي خبریال قربانعلي همزي ته ویلي ول چې په وردوج کې ۱۷ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

هغه همدارنګه د پنځو افغان سرتېرو د یرغمل کېدو خبره هم کړې وه او ویلي یې وو چې د نښتې په ځای کې ټول پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ورغلي دي.

په بدخشان کې د بي بي سي ځایي خبریال د سیمه ییزو چارواکو او عیني شاهدانو په وینا وايي چې لږ تر لږه ۲۵ سرتېري ورک دي چې ګمان کېږي د مخالفینو له خوا یرغمل شوي وي.

خو ښاغلی دانش دغه رپوټونه ردوي او وايي چې یوازې ۳ کسان په دغو نښتو کې وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

له بلې خوا طالبانو هم د تېرې شپې په جګړې کې دولتي ځواکونو ته د ډېرو تلفاتو د وراړولو ادعا کړې ده.

د بدخشان اوسنۍ نښتې یو څو ورځې وروسته د کندز له نښتو کېږي چې پکې په سلګوني اورپکي له افغان ځواکونو سره په جګړې بوخت ول.

ورته مطالب