اتمر: 'داعش' د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا کې نفوذ غواړي

حنیف اتمر
Image caption ښاغلي اتمر وویل، ''داعش'' یو سیمه ییز ترهګر سازمان و، چې په نړیواله کچه یې شهرت وموند، چې د نوموړي په ټکو له افغانستان سره ځانګړې علاقمندي لري:

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت او له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د توضیحاتو پرمهال وویل، ''داعش'' ډلې ته افغانستان ځکه مهم دی، چې د پخواني خراسان اړوندې سیمې تر خپل یوه ولایت لاندې راولي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت په اړه په خبرو کې تر ډېره په هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه معلوماتو ورکولو ته ځانګړې کړي وې.

نوموړی مشرانو جرګې ته د هوايي، ځواک، شمالي سیمو د امنیتي وضعیت، له امریکا سره د ستراتیژیک تړون او له پاکستان سره د سولې د خبرو په باب د توضیحاتو ورکولو لپاره ورغوښتل شوی و.

ښاغلي اتمر وویل، ''داعش'' یو سیمه ییز ترهګر سازمان و، چې په نړیواله کچه یې شهرت وموند، چې د نوموړي په ټکو له افغانستان سره ځانګړې علاقمندي لري:

''داعش چا افغانستان ته راوړ، داعش یو ترهګر سیمه ییز او نړیوال سازمان شو. او له افغانستان سره ځانګړې علاقمندي لري. درې میاشتې وړاندې داعش د افغانستان او سیمې په اړه خپل رسمي دریځ اعلان کړ، داعش زموږ په سیمو کې په هېڅ کوم یوه هېواد ملي واکمنۍ ته قایل نه دی. دوی وايي، دا ټول هېوادونه باید د خراسان په نامه د یوه نوي ولایت برخې وي''.

د ملي امنیت سلاکار وايي، ''داعش'' ځکه افغانستان کې ډېر علاقمند دی، چې په وینا یې له دې ځایه دغه ډله کولی شي د منځنۍ آسیا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په یوه کرښه کې راولي، او افغانستان کې نشه يي توکو ته لاسرسی پیدا کړي او له همدې لارې خپل ترهګریز اعمال تمویل کړي.

حنیف اتمر د هېواد په شمال کې روانو ناامنیو ته په اشارې وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد شمال هم د اورپکو ډلو د فعالیتونو له کبله ناامنه و.

نوموړي وویل، اورپکې ډلې د افغانستان په شمال کې ځکه خپل نفوذ ډېرولو ته لېواله دي، چې له دغې سیمې ګاونډیو هېوادونو ته لارې وکړي:

''د هېواد په شمال کې دوی ځکه علاقمند دي، چې د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش غواړي له دې لارې چین ته ننوځي، د تاجکستان انصار الله ډله غواړي تاجکستان ته ننوځي، د ازبکستان اسلامي جنبش غواړي د منځنۍ آسیا هېوادونو او بالاخره روسیې ته ځان ورسوي. لشکر طیبه د ختیځ کونړ او نورستان له لارې ځانونه کشمیر ته رسول غواړي''.

نوموړی وايي، دغو ډلو د خپل فعالیت او تګلوري لپاره په ''لوی لاس'' خپل مسیر ټاکلی، همدا ده چې په دغو سیمو کې د خپلو پښو اېښودو ځای پیدا کوي.

حنیف اتمر دا هم وویل، د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفین غواړي د هېواد دننه پټنځایونه جوړ کړي.

ورته مطالب