اصف علي زرداري کابل ته تللی

د انځور حقوق AP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پخواني ولسمشر علي آصف زرداري په یوه ورځني سفر کابل ته تللی، چې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې په ګډون پر یو لړ ګډو مسائلو وغږېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي محمد خلیل الله وايي، په دې پلاوي کې د پاکستان د پیپلز ګوند غړي هم شامل دي:

''موږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د نژدې والي هڅه کوو، ځکه موږ باوري یو چې دا ډول نژدې والی به زموږ د اړیکو پرمختګ کې همکاري وکړي.''

پاکستان کابل ته د زرداري سفر نېک شاګوم ګڼلی، چې وايي حکومت به د دواړو هېوادونو د سیاستوالو ترمنځ نژدې خبرو ته زمینه برابره کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، ښاغلی زرداري به په دې یوه ورځني سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو افغان مشرانو سره وګوري.

له نوموړي سره د کابل په دې سفر کې مخکینی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان د پیپلز پارټۍ مرستیاله مشره شیري رحمن هم ملګرتیا کوي.

په افغانستان کې محمد اشرف غني واک ته له رسېدا وروسته پاکستان ته سفر وکړ، چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړي، چې په دې تړاو د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو هم افغانستان ته سفرونه وکړل.

ورته مطالب