نیمروز کې پر ایرانیانو د بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د پلورلو مخنیوی شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د نیمروز د پولیسو مشر دا هم ویلي، په یاده الوتکه کې د وېډیو او عکس ثبتولو کامرې هم لګول شوې، چې افغانستان کې له یوې امریکايي اډې پورته شوې ده.

د نیمروز پولیس وايي، یو کس یې ایران ته د یوې امریکايي بې پلوټه الوتکې د ټوټو د پلورلو په تور نیولی دی.

د نیمروز د پولیسو مشر جنرال محمد قسیم جنګل باغ بي بي سي ته وویل، دغه بې پیلوټه څارګره الوتکه ددغه ولایت په یوه اړونده سیمه کې څو ورځې وړاندې لوېدلې ده.

ښاغلي جنګل باغ ویلي، نیول شوی کس د هغې ډلې غړی دی، چې د یادې الوتکې ټوټې یې پر ایرانیانو په ۱۵۰ میلیون تومان پلورلې دي، خو مخکې له دې چې د الوتکې ټوټې ایرانیانو ته وسپارلې شي، پلورونکی کس د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړی وايي: "دغه الوتکه د یوې امریکايي اډې اړونده وه، چې څو کسانو یې ټوټې وموندې. دوی له ایرانیانو سره معامله وکړه چې له نېکه مرغه دغه معامله افشا شوه او اوس د الوتکې ټوټې له موږ سره دي".

د نیمروز د پولیسو مشر دا هم ویلي، په یاده الوتکه کې د وېډیو او عکس ثبتولو کامرې هم لګول شوې، چې افغانستان کې له یوې امریکايي اډې پورته شوې ده.

تر اوسه په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په دې باب کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د الوتکې د لوېدو دقیق ځای او نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ پر ۱۴، د ایران "سپاه پاسداران" اعلان وکړ، چې د امریکا یوه "سکن ایګل" ډوله بې پیلوټه الوتکه یې د ایران له هوايي حریم نه د تېرېدو پرمهال نیولې ده.

ایران هغه مهال د نیول شوې الوتکې انځورونه خپاره کړل.