د افغانستان شمال کې سېلابونو د اتو کسانو ژوند اخیستی

د افغانستان په شمالي فاریاب ولایت کې د سېلابونو له کبله لږترلږه اته کسان وژل شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا مشر عبدالباقي هاشمي بي بي سي ته وویل، تېره شپه په بلچراغ او پښتون کوټ ولسوالیو کې سخت بارانونه د سېلابونو راوتلو لامل شول.

نوموړی وايي، سېلابونو په بلچراغ ولسوالۍ کې پنځه کسان وژلي او درې نور نور پښتون کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي، په دغو سېلابونو کې خلکو ته مالي زیان هم اوښتی، خو دقیقه کچه یې تر اوسه نه ده معلومه شوې.

نوموړی وايي، د غويي پر ۱۹، اغېزمنو شویو سیمو ته یو ارزوونکی پلاوی استول شوی دی.