غلام جیلاني پوپل د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر نومول شوی

د انځور حقوق

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا غلام جیلاني پوپل د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نوي مشر په توګه معرفي کړی دی.

د غوايي پر ۱۹مه، له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني وویل، ښاروالۍ باید انتخابي شي او او لومړی باید په ښاروالیو کې اصلاحات راشي او بیا د اساسي قانون په رڼا کې لارښوونې عملي شي.

د ارګ ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني له ښاغلي جیلاني سره د هغه تر نوي دفتر پورې ملګرتیا وکړه او نوموړی یې په رسمي ډول د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته معرفي کړ.

غلام جیلاني پوپل وویل، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې دنده دا ده چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ لپاره تګلاره جوړه، تطبیق او څارنه یې وکړي.

ولسمشر غني ویلي، په تېر کې د ولایتونو پرتله، وزارتونو ته ډېره پاملرنه کېده، خو په اوسني نظام کې به ولایتونو ته هم د وزارتونو په څېر پام وشي او د همغږۍ چارې به په سمه توګه مخته ځي.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې په ولایتونو کې په د ستونزو د هواري لپاره هره میاشت له ځینو والیانو او ولسوالانو سره ګوري، او د ستونزو د حل لپاره به لازم ګامونه اخلي.

ښاغلي پوپل وړاندې د مالیې وزارت د مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو د مشر په توګه کار کړی، خو ترڅنګ یې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ښې حکومتوالۍ په برخه کې سلاکار هم و.‌

د انځور حقوق ARG

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدا وروسته، ښاغلي پوپل مالیې وزارت ته معرفي شوی و، چې بیا وروسته د یو لړ شخصي مسائلو له کبله له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو.

پوپل د افغان ملت ګوند مرستیال هم و.‌

۵۸ کاله عمر لري، چې په کابل کې زیږېدلی، او په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس لري.

څو ورځې وړاندې، د ولسمشر له خوا آصف رحیمي د لوېدیځ هرات د والي او همایون عزیزي د کندهار د والي په توګه ونومول شول.

ورته مطالب