ملي امنیت شورا د پکتیکا والي ګوښه کړ

پکتیکا ولایت د هېواد سوېل ختیځ کې له نارامو ولایتونو ګڼل کېږي.
Image caption پکتیکا ولایت د هېواد سوېل ختیځ کې له نارامو ولایتونو ګڼل کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ملي امنیت شورا له خوا د پکتیکا والي عبدالکریم متین ګوښه شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت شورا وروسته تر هغه د نوموړي د لیرې کولو پرېکړه وکړه، چې د "داعش کورنیو" ته د دغې شورا له خوا د مالي مرستو رسولو په اړه حقیقت موندونکي پلاوي د ښاغلي متین څرګندونې ناسمې وبللې.

په اعلامیه کې راغلي، د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د ملي امنیت شورا ته ویلي، پکتیکا ته د ملي امنیت شورا له خوا د پکتیکا د والي د تورونو ارزونې لپاره استول شوي پلاوي هېڅ داسې شواهد ونه موندل، چې د والي څرګندونې سمې ثباتې کړي.

وړاندې، ښاغلي متین ادعا کړې وه، چې ملي امنیت ۲۰۰ زره ډالر د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د "داعش کورنیو" ته مرسته ورکړې ده.

ملي امنیت د"داعش" اړوندو کورنیو ته د مرستې له ورکولو ډډه کړې ده، چې وايي دغه پیسې هغو کورنیو ته ورکړل شوې، چې له پاکستان نه د افغانستان خاورې ته کډه شوې دي.

ښاغلي متین بیا وروسته د افغانستان له حکومته بښنه وغوښته او وویل، چې د هغه خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا اداره کېږي.

ورته مطالب