افغان پوځ: زابل کې لسګونه وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption افغان سرتيري وايي، د عملیاتو پر مهال يې نه یوازي وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بلکي ګڼ نور يې هم ژوندي نيولي

افغان پوځ وايي زابل ولايت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې ۱۵۰ وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او د داعش "اسلامي دولت" ډلې یو لوی مرکز يې له منځه وړی دی.

افغان پوځ له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې د زابل په دریو ولسوالیو کې د "بدر" په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.

امنیتي ځواکونو تېره ورځ یوه ډله خبریالان د هوا له لارې هغه سیمې ته بېولي وو، چې د افغان پوځ په وینا "د اسلامي دولت" په نومې ډلي جنګیالي اوسیدل.

د اسلامي دولت جنګیالیو دغه مرکز د زابل د شاجوی او د غزني د ګيلان ولسوالۍ ترمنځ د کابل – کندهار د لارې په اوږدو کې په غرني سیمه کې وو.

څو مياشتې وړاندې له همدې سیمې وسله والو په له دوو مساپر وړونکو موټرو ۳۱ مساپر يرغمل کړل، چې تر اوسه هم خوشي شوي نه دي.

د پیل شويو عملیاتو بل هدف د تښتول شويو مساپرو خوشي کول دي، چي د ملي اردو، پولیسو او ملي امنيت لوړ پوړي مقامات هم په کې برخه لري.

په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه سيدي، چې د داعش ډلې د جلب او جذب د مرکز د نيولو وروسته يې په سیمه کې خبريالانو ته معلومات ورکول ویلي، چې "په زابل کي يې د وسله والو پټنځايونه او د وسلې زېرمي له منځه وړې دي".

هغه زیاته کړه، چې د دغه دوه ويشت ورځنیو عملیاتو پر مهال شاوخوا ۷۰ وسله وال وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

د پوځ دغه مشر وایي، "د بدر عملیاتو تمرکز په شاه جوي کې د کابل- کندهار د لوې لارې د امنیتي خنډونو لیرې کول دي، چې د ده په خبره ډېر ژر به د عملیاتو لمنه د زابل مېزاني، ښار صفا، ارغنداب، نوبهار او شینکۍ ولسوالیو ته وغځوي".

افغان سرتيري وايي، د عملیاتو پر مهال يې نه یوازې وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بلکې ګڼ نور يې ژوندي نيولي.

د زابل ولایت د شاجوي ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي، سیمه کې شاوخوا پنځه سوه د داعش او نورو بهرنيو جنګیاليو فعالیت درلود.

افغان چارواکو دوې میاشتې وړاندې ویلي وو، چې سلګونه بهرني وسلوال د پاکستان د شمالي وزیرستان څخه دزابل ولایت ځینو سیمو ته ورغلي، چې په وینا یې ښځي او کوچنیان هم ورسره دي.