کابل: د څارنوالۍ پر کارکوونکو بريد کې دری کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption دا په تېره يوه اوونۍ کې د څارنوالۍ پر کارکوونکو دوهم بريد دی

کابل ښار کې د څارنوالۍ کارکوونکو پر بس ځانمرګی بريد شوی چې دری کسان په کې وژل شوي دي.

دا په تېره يوه اوونۍ کې د څارنوالۍ پر مامورينو دوهم بريد دی.

طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې.

يوه امنيتي سرچينه وايي په دې پېښه کې لږتر لږه دری تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. دوی وايي دا بريد هغه وخت ترسره شو چې د څارنوالۍ بس، کارکوونکي کور ته لېږدول.

د افغانستان څارنوالي د کابل په لويديځ، شپږمه ناحيه کې د دارلامان پر سړک پرته ده.

يوه عيني شاهد محبوب الله ويلي چې د چاودنې په ځای کې له ۱۰ تر ۱۲ ټپيان پراته وو.