غني: د تپل شوې جګړې ځواب به په جګړې ورکوو

د انځور حقوق AFP

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، ''د روانې تپل شوې جګړې ځواب به په جګړې ورکړو، خو د سولې سپېڅلې هیله به هېره نه کړو ''.

نوموړي د نړیوالو جرمي اقتصاد د ناامنیو سبب وباله، چې په وینا یې نړیوالې ترهګرې ډلې یې رامنځته کړې دي.

ښاغلي غني چې کابل کې یې د کرواتیا له ولسمشرۍ کولیندا ګرابار ګیتاروویچ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، خو زیاته یې کړه چې د افغانانو د سولې هیله به هم له پامه ونه غورځوله شي.

ولسمشر غني وویل: ''د بهرنیانو لپاره باید بهرنۍ لاره پیدا شي، په سیمه کې باید د همکارۍ او اقتصادي راکړې ورکړې یو تړون رامنځ ته شي، ځکه چې دا ګواښونه په یوه هېواد کې نه شي قابو کېدای''.

دا افغانستان ته د کرواتیا د ولسمشرانو لسم سفر دی، دغه هیواد خپلو بهرنیو مرستو کابو نیمايي برخه افغانستان ته ځانګړې کړې ده.

خو دا ځل اغلې ګیتاروویچ په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې افغان ځواکونه په یوازې ځان ، خو د بهرنیانو په مالي مرسته له طالبانو سره په جګړه ښکېل دي.

ښاغلي غني د افغانستان د جګړې رېښې سیمه ییزې او نړیوالې بولي او خبرداری ور کوي چې دا روانه جګړه له پاکستان او هندوستانه نیولې تر منځنۍ اسیا پورې ټوله سیمه بې ثباته کولای شي.

خو د کروشیا ولسمشرۍ په خپلو خبرو کې له طالبانو سره د روانې جګړې په اړه څه ونه ویل، خو پخپلو خبرو کې یې له افغانستان سره د خپل هېواد اوږدمهالو مرستو ته اشاره وکړه.

افغانستان د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي چې له هغې ډلې له امریکا، بریټانیا او هند سره لاسلیک کړي تړونونه د یادونې دي.