کندهار کې د ملي امنیت چټک غبرګون پر قطعې ډله ییز برید شوی

Image caption د ملي امنیت په درو وژل شویو کارکوونکو کې یوه مېرمن ده

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت د ملي امنیت اړوند د چټک غبرګون پر قطعې ډله ییز برید شوی.

د ملي امنیت اداره وايي، په برید کې ددوی څلور کار کوونکي ټپیان شوي، خو د کندهار یوه بل سیمه ییز چارواکي ویلي، په برید کې څلور برید کوونکي او د ملي امنیت درې غړي وژل شوي.

په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، برید نن (یکشنبې) سهار شاوخوا ۶ بجې د کندهار ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښوراندام په سیمه کې له یوې لویې چاودنې سره هم مهاله پیل شو.

د ملي امنیت اداره وايي، په وسلو سمبالو برید کوونکو یو مازده ډوله موټر چې ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو، د قراول مخې ته وچوول شول.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، لومړی یوه ځانمرګي بریدګر خپل د چادیدونکو توکو ډک موټر د ملي امنیت د ادارې اړوند د چټک غبرګون د قطعې مخې ته الوځولی، چې ورسره ډزې پیل شوې.

دغه برید کې درې نور برید کوونکي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، پرته له دې چې ودانۍ ته ننوځي، د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا په ډزو وژل شوي.

د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعه د کندهار -سپین بولدک ولسوالۍ پر لویه لاره پرته ده، ددغه ولایت هوایې ډګر ته څېرمه ده، چې خورا خوندي سیمه ګڼل کېږي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخستې ده. ددغې ډلې یوه ویاند قاري محمد یوسف احمديو رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په برید کې ''ګڼو پوځیانو'' ته مرګ ژوبله اوښتې ده.