نواز شريف د دوه اړخيزو خبرو لپاره سه شنبه کابل ته ځي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا افغانستان ته د نواز شريف دویم او د ملي يووالي حکومت جوړيدو راوروسته لومړی سفر دی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي لومړی وزير نواز شريف به د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه د سه شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويل شوي په دغه سفر کې به له نواز شريف سره د پوځ لوی درستيز راحيل شريف هم ملګری وي.

خبرپاڼه کاږي''دا سفر پر داسې مهال کيږي چې دوه اړخيزې اړيکې ډيرې تودې، پر يو بل باور زيات شوی او دواړه د يوې باثباته سيمي په جوړولو سره موافق دي''.

خبرپاڼه کي دا هم ويل شوي: ''له افغانستان سره د نږدې همکاريو لرل د پاکستان د بهرنۍ تګلارې لومړيتوب دی''.

اسلام اباد وايي کابل ته د لومړي وزير دا سفر به اوسنی مثبت پرمختګ نور هم پياوړی او سيمه کې به د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.

راپورنه وايي د پاکستان د استخباراتې ادراې مشر جنرال رضوان اختر تيره اوونۍ کابل ته سفر کړی و چې موخه يې طالبانو سره د سولې په بهير کې د اسلام اباد پر رول بحث و.

بي بي سي ته ځينو سرچينو ويلي د طالبانو او چين ترمنځ يوه بله غونډه په روانه مياشت کې کيدونکې ده او ښايي دا غونډه چين کې جوړه شي.

طالبانو د تېر کال نومبر مياشت کې بيجنګ ته سفر کړی و، چې دويمه غونډه يې ورسته په اسلام اباد کې وشوه او اوس به يې دريمه جوړيږي.

طالبانو وړاندې ټينګار کړی و چې له چين سره يې اړيکې د سولې په تړاو نه وې.

په اسلام اباد کي د چين يوې سفارتي سرچينې مخکې بي بي سي ته ويلي و له طالبانو سره د اړيکو نیولو موخه دا ده چې طالبان وهڅوي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

بي بي سي پتېيلې چې چين کې د پګواش په څېر يوې څېړنيزې ادارې د افغان ډلو لپاره د يوه کنفرانس جوړولو پلان جوړ کړی، چې طالبان يې هم وربللي دي.

دا افغانستان ته د نواز شريف دویم او د ملي يووالي حکومت جوړيدو راوروسته لومړی سفر وي. ښاغلي شريف د ۲۰۱۳م کال په نومبر کې کابل ته تللی و.

ورته مطالب