د ګودر غاړه کالم- د مور ورځ

د انځور حقوق Thinkstock

د مور مشهوره ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په بېلابېلو وختونو او مختلفو بڼو لمانځل کېږي. مثلا په بریتانیا کې دا ورځ په مارچ کې راځي، خو په امریکا او ډیرو نورو ملکونو کې بیا دا ورځ په می میاشت کې لمانځي.

په لوېدیځ کې دغه ورځ خلک خپلو میندو ته د مینې او درنښت څرګندولو په نیت ښکلي کارډونه، جامې، ګاڼه، ګلان، چاکلیټ او نور ډول ډول سوغاتونه وروړي، یو ځای ډوډۍ سره خوري، هوټل ته ځي او مېلې کوي.

زموږ سپېڅلي دین او کلتور چې مور ته کوم درناوی او مقام ورکړی هغه یوازې د کال تر یوې ورځې او وخت پورې محدود نه دی بلکې د میندو احترام زموږ د روایاتو یوه مهمه برخه ده.

تر دې به لوی او لوړ مقام چېرته وی چې جنت د مور تر پښو لاندې ګڼل شوی دی، او الله تعالی فرمایي چې مور او پلار ته مو په زړبودۍ کې اوف قدرې هم ونه کړئ!

خو اولادونه څه کوي...په نه خبره او د بل په لمسونه د میندو جنتونه ورانوي او ځانونو ته د دوزخ اورونه بلوي. هره ورځ مو د وطن میندې د ویر او غم په ټغر کېنوي.

د ځوان پولیس، عسکر، مامور، دکاندار او وسله وال مخالف ټولو د میندو غم یو دی. موږ میندو ته څه ورکړي؟ خپګان، ژړا، غم او درد، دومره هم نشوو لکه لویدیځوال چې ګلونه خو ورکوي.

میندې په څومره خواریو او کړاوونو اولادونه لویوي، کلونه یې پالنه او خدمت کوي او کله یې چې د مودو ارمانونه رژېدو ته نژدې شي نو درز شي په څو ثانیو کې یې بې رحمه قاتلان ورته ووژني او ټولې هیلې او امیدونه یې په اوبو لاهو کړي.

له دغو ظالمانو نه شعور، انسانیت او ترحم کډه کړې او دا احساس نه لري چې د دغو بورو میندو په زړونو به څه تېرېږي.

په اخبار کې مې لوستل چې په یوه هېواد کې چې ډېری موسمونه به یې ګرم وو، یوه زوی خپله سپین سرې مور د زړو خلکو کور یا استوګنځي ته واستوله. مور یې هلته کلونه تېر کړل، یوه ورځ له اولډ پیپل هاوس نه ورته ټيليفون راغی چې مور دې سخته ناروغه ده او کېدای شي نن یا سبا له دې نړۍ تلونکې وي.

د انځور حقوق AP

ځوی د بوډاګانو استوګنځي ته ورغی او خپلې مور ته یې وویل: "مورې ستا لپاره زه اوس څه کولی شم او څه غواړې"؟ مور ورته په آخرو سلګیو کې وویل: "ځویه دا بادپکه ګورې چې خرابه ده، زه چې مړه شوم ته به دې ځای ته پکه واخلې"، ځوی حیران شو او ورته ویې ویل: "مورې دومره وخت تا څه نه ویل اوس چې ته مړه کېږې او وروسته له مرګه دلته پکه غواړې"، مور ورته وویل: "دا ځګه کله چې ستا اولادونه تا دلته راولي بیا به دې ډېره ګرمي کېږي او ته خو د ګرمۍ توان هم نه لرې".

مطلب دا چې د مور مهرباني له سمندره هم ډېره ده او د مرګ یا آخري سلګۍ په مهال هم د اولاد د ارامۍ په غم کې وي، له ځانه زیاته د اولاد ارامي او خوشالي غواړي.

مور ډېره خوږه وي، خو ارمان چې ځینې خلک د مور په قدر نه پوهېږي. د مور د نشتوالي درد هغه چاته معلوم وي چې مور یې له لاسه ورکړې وي.

بل ځای بیا خلیل جبران وایي: "مور د مینې، مهربانۍ، خواخوږۍ او بښنې منبع ده. هر هغه څوک چې خپله مور له لاسه ورکوي هغوی په حقیقت کې هغه سپېڅلی روح له لاسه ورکوي چې تل دوی ته دعا کوي او د دوی ساتونکي وي.

هغوی بختور دي چې میندې یې ژوندۍ دي. د مور په ورځ ما ته هغه کال او سختې شپې ورځې سترګو ته ودریږې چې د مور د وفات مې ایله یو څو میاشتې کېدې، سخت عذاب او غم و او زه یې جدایۍ داسې ځورولم چې بیانولی یې نشم.

د انځور حقوق Thinkstock

هڅه مې کوله له دې عذاب نه ځان خلاص کړم، خو نه کېده، څو ځلې مې چا او چا ته وویل ډېره ځورېږم، خپه یم، ومې لیدل هغوی نه غواړي زما خبرې واوري.

که به د باندې ووتم ځمکه لارې کوڅې به ټول دردمن او خپه راته ښکارېدل، ما هېڅ خوشالي لیدله نه، ځکه زه د مور له مینې بې برخې شوې وم، د هغې رڼا راسره نه وه او چارچاپېره تیاره خپره وه چې دا تیاره یوازې ما لیده.

د دغه لوی غم او عذاب سره په کشمکش کې یوه ورځ د کوټې په کونج کې کړکۍ خواته ناسته وم، چې وړه ماشومه زینب راغله، په معصومانه لهجه او مینه یې راته وویل: "ته ولې خپه یې، ولې ژاړې، که ته ژاړې زه هم بیا خپه کېږم، وګوره ته چې ژاړې هغه ستوري هم بیا خپه کېږي، ګوره تاته ستوري راغلي دي او ته خپه یې، ته وګوره"!

ما چې دېواله ته وکتل لمر زما د ټیکري خالونه په دېوال ستوري غوندې ځلول، او د دې په دې خبرو مې وخندل، خو دې کاغذي دستمال راواخیست او زما اوښکې یې پاکې کړې او راته کړل یې "زه خو درسره یمه، بیا مه خپه کېږه".

زه به د دې وړې ماشومې دا احساس او نیکي هېڅکله هم له یاده ونه باسم، ځکه چې دې زما د سختو شپو او ورځو د درد په کمولو کې مرسته کړې، چې زه یې مننه او یادونه لازمي ګڼم.