ولسمشر غني د نشه یي توکو کرل له نورو لارو مهاروي

د انځور حقوق BBC World Service

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له یوه چارواکي سره په کتنې کې د داسې همکاریو او نوو پلانونو غوښتنه وکړه چې د نشه یې توکو د تولید کچه ټیټه کړای شي.

ولسمشر غني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ د نړیوالې ادارې له مرستیال ویلیم براون فیلډ سره په کتنې کې وویل سره له دې چې د ده حکومت به د یوه څلور کلن پلان په ترڅ کې، د نشه یي توکو د مصرفوونکو او قاچاق کوونکو لپاره هم تدابیر ولري، د خلیخ په هېوادونو کې د افغانستان میوو ته بازار موندنه به وکړای شي د نشه یي توکو کچه ټیټه کړي.

ښاغلي غني وویل دولت یوازې له نشه یې توکو سره د مبارزي مسئولیت نه لري بلکه پر هغو نورو لارو د کار کولو پلان لري چې له کرکیلي پر وروستیو کړیو اغېزه لري.

ولسمشر غني د قاچاق کوونکو د تعقیب، بدیل معیشت، څو اړخیزې همکارۍ او له امریکا سره د معلوماتو د شریکولو پر موضوعاتو بحث وکړ.

ښاغلي غني دې ته په اشارې چې نشه یې توکي د ایران مساله هم ده او ده په دې تړاو له ایراني چارواکو سره خبرې کړي، له نورو هېوادونو په تېره بیا له روسیې او اروپايي هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې کتنې کې چې امریکايي چارواکي پکې د همکارۍ هوډ څرګند کړ ولسمشر غني وویل چې حکومت به پر لویو او اساسي لارو چارو، لکه د نل لیکې، د اورګاډي د پټلۍ، سوداګرۍ او د قیمتي کاڼو پر استخراج کار وکړي چې له دې لارو به بدیل معیشت رامنځته کړي او د جرمي اقتصاد مخه به ونیسي.

د انځور حقوق AP

په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق د ډېرو مرستندویه هېوادونو د اندېښنې وړ مساله ده.

د افغانستان او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد دی، چې په يوازې سر د نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه ترياک توليدوي.