ولسمشر غني او یونما کابل کې پر مېلمستون برید په کلکه غندلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption دوه افغان پولیس د هغه مېلمستون دروازه کې، چې تېره شپه برید پرې وشو

افغان چارواکي وايي، پلازمېنې کابل کلوله پشته سیمه کې د پارک پالس په نامه یوه هوټل د یوه کانسرټ له پیلېدا مخکې، برید شوی، چې لږترلږه د یوه امریکايي په ګډون ۱۱ کسان پکې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ترهګري یې سیمې او نړۍ ته یو جدګي ګواښ ګڼلياو د ترهګرۍ پرضد یې د جدي او ریښتینې مبارزې پیلولو ټینګار کړی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) هم په دغه برید کې د ۱۴ ولسي وګړو او د هلمند په ډله ییز برید کې د ۳ ولسي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي.

د یونما د بشري حقونو مسؤول کابل کې د تېرې شپې برید "په لوی لاس د ولسيو ګړو وژل" بللي او دا یې یو بې رحمانه برید ګڼلی دی.

یونما وايي، د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان کې ۲۹۳۷ کسان وژل شوي، چې ۹۷۴ یې ولسي وګړي وو او ۱۹۶۳ نور ټپیان شوي، چې دا د تېر ۲۰۱۴ کال د همدې مودې پرتله د مرګ ژوبلې ۱۶ سلنه ډېروالی ښيي.

برید تېره شپه شاوخوا اته بجې پیل شو چې تر پنځه ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېد.

د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د څېړنې مشر فرید افضلي بي بي سي ته وویل، د تېرې شپې برید کې یوولس کسان وژل شوي. په برید کې ددوو برید کوونکو د وژل کېدو خبر هم خپور شوی.

خو د کابل د پولیسو مشر وايي، د وژل شویو او ټپیانو شمېر له یوولسو کسانو ډېر نه دی، او پر مېلمستون یوازې یو برید کوونکی وژل شوی.

په کابل کې د هند سفارت چارواکو خبریالانو ته ویلي، په برید کې د بهرنیو وژل شویو له ډلې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د هند دي.

د انځور حقوق AP
Image caption پولیس وايي، لومړۍ ارزونې یې ښيي چې یوازې یوه برید کوونکي برید کړی

په کابل کې د هند سفیر پر ټویټر لیکلي، د پېښې په ځای کې هندي وګړي هم وو، چې ځینې یې وژغورل شول، خو په قربانیانو کې ځینې هندیان هم دي.

د انځور حقوق AFP

په کابل کې د امریکا سفارت یوه ویاند په برید کې د یوه امریکايي وګړي د وژل کېدو خبر تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

برید د شپې ۸:۳۰ بجې د موسیقۍ له یوه کنسرته مخکې پیل شو، خو بیا وروسته ځانګړو ځواکونو، د ملي پوځ سرتېرو او پولیسو سیمه محاصره کړه.

طالبان

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې. د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ادعا کړې، برید د بهرنیانو پر یوې غونډې شوې، چې په وینا یې (لسګونه) کسان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبان وايي، دا برید یې د ځانګړي تکتیک له مخې کړی، چې وايي په یاد هوټل کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو مهم مېلمانه وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغان ملي پوځ د ۱۱۱ لوا مشر قدم شاه شاهین تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس ته وویل حکومتي ځواکونو لږترلږه ۱۶ کسان ژغورلي

طالبانو دا هم ویلي، برید د یوه کس له خوا شوی.

یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "ټاکل شوې وه په دغه مېلمستون کې نن شپه یو کنسرت ترسره شي. بهرني مېلمانه چې ډېری یې د ترکیې او هند اتباع وو هم دغه کنسرت ته بلل شوي وو".

ده وویل: "برید د کنسرت له پیل مخکې شروع شو. موږ فکر کوو د دریو او پنځو ترمنځ بریدګرو وکولی شو مېلمستون ته ننوځي، خو هغوی پیل کې د مېلمستون د ساتندویانو له مقاومت سره مخامخ شول".

د انځور حقوق AP
Image caption د پولیسو په وینا لږترلږه یو بریدګر اوس هم په مېلمستون کې دننه دی.

د پارک پالس مېلمستون یوه کارکونکي چې ځان یې په یوه خونه کې پټ کړی و هم د فرانسې خبري اژانس ته وویل هغه په مېلمستون کې د مېلمنو چیغې اورېدې، په داسې حال کې چې ډزې کېدې".

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، لومړی بهرنی چارواکی و چې د دغه برید پر وړاندې یې غبرګون وښود او پر خپلې ټویټر پاڼې یې لیکلي: "په الوتکه کې وم چې د کابل برید په اړه خبر شوم. د وضعیت په اړه اندېښنه لرم او د ټولو د خوندیتوب لپاره دعا کوم".

د برید سیمې ته څېرمه د ملګرو ملتونو یو لوی دفتر، د هالنډ سفارت او د بهرنیانو ځینې مېلمستونونه او دفترونه هم دي.

هدف شوی مېلمستون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ له یوه کیلومتر لږ واټن لري، چې ورڅېرمه د پولیسو د تلاشۍ یوه پوسته هم ده.

ددغه مېلمستون پر فېسبوک پاڼې لیکل شوي، چې پارک پالس یو ''ساده افغاني'' مېلمستون دی، چې د ملګرو ملتونو کاروونکي ورته تګ راتګ کوي.