د هلمند د والي پر دفتر ډله ییز برید کې اته کسان وژل شوي

د انځور حقوق

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې په وسلو سمبالو دوو ځانمرګو برید کوونکو د والي په دفتر له یوه څېرمه جامع جوماته برید کړی، چې د روغتون د چارواکو په وینا، د دوو پولیسو په ګډون شپږ کسان پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

ددغه ولایت مرستیال والي محمد جان رسوليار وایي "په ننني برید کي لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي چې درې یې امنیتي کسان او دوه په کې دیني عالمان دي".

په برید کې دواړه برید کوونکي هم وژل شوي.

د ښاغلي رسولیار په خبر په دغه برید کې ۱۲ تنه نور ټپیان شوي، چې لویه برخه یې دیني عالمان او ولسي وګړي دي.

وړاندې په هلمندي کي یوې باوري امنیتي سرچینې ویلي و په برید کې ددغه ولایت د علماوو د شورا مشر هم وژل شوی خو ددغه ولایت د امنیت امر ډګروال باچا ګل بختیار دا راپور ناسم بولي.

ښاغلي بختیار وایي، په ننني برید کې د ولسي پولیسو مدیر محمد ګلاب ایوبي او دوو امنیتي کسانو په ګډون شپږ تنه وژل وي دي.

ددغه ولایت د روغتیا مشر عنایت الله غفاري وایي، روغتون ته د دوو پولیسو په ګډون شپږ مړي او اته ټپیان ور وړل شوي.

د ننني برید یو عیني شاهد او د هلمند د علماوو د شورا مخکیني مشر مولوي مهر وایي "لسګونه دیني عالمان په دې موخه د علماوو په شورا کي سره را دېره شوي و، چې څنګه په دغه ولایت کې د ناحقه وژنو مخه ونیسو او وسلوال دېته وهڅوو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي".

د نني برید مسولیت وسلوالو طالبانو منلي او ددغه ډلې ویاند قاری یوسف احمدی وایي دغه برید کې یې د پولیسو د یوه قومندان په کډون ۱۵ تنه وژلي دي.

دوې میاشتې وړاندې هم د هلمند د ولایت ودانۍ تر څېرمه په یوه موټر بم چاودنه کې د چارواکو په خبره لږترلږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د هلمند د ولايتي شورا مشر عبدالکريم اتل وايي، د حج او اوقافو رياست ترڅنګ د علماوو شورا دفتر هم دی.

ورته مطالب