ننګرهار کې د "داعش او طالبانو" ترمنځ جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، وسله وال طالبان د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې له جنګیالیو سره جنګېدلي، چې لږترلږه په دې جګړه کې لس کسان وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي ویلي، دا نښته د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې شوې دي.

دولتي چارواکي وايي، په دقیق ډول نه شي ویلي، چې په دې نښتو کې کومې ډلې ښکېلې وې، خو د ننګرهار اوسېدونکو ویلي، طالبان په دغو سیمو کې له "اسلامي دولت" (داعش) جنګیالیو سره جنګېدلي دي.

تر اوسه دغو دواړو ډلو ددې ادعا شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې، افغان چارواکو څو ځلې ویلي وو، چې طالبان او داعش ډېر توپیر نه لري، ځکه چې د هماغو طالبانو سپین بیرغ پر تور هغه اړول شوی او ځان ته یې د داعش نوم غوره کړی.

په وروستیو کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي وو، داعش د افغانستان د ملي امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.

ورته مطالب