'افغانستان کې ۳۰۰۰ بهرني اورپکي جنګېږي'

نور الحق علومي د انځور حقوق Reuters
Image caption علومي وايي، له چین سره یې د پولې پر سر د همکارۍ دوه اړخیز تړون هم کړی، چې له مخې به یې بیجینګ او کابل د نشه يي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو د ترهګرو د اوښتو-راوښتو مخه نیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په هېواد کې د ټولو بهرنیو جنګیالیو شمېر تر درو زرو، نه اوړي.

نور الحق علومي دا څرګندونې له چین نه تر ستنېدو وروسته کابل کې خبریالانو وکړې، چې په وینا یې افغان دولت د اورپکو بریدونو د مخنیوي او د روان حالت د کابو کولو لپاره پوره چمتووالی لري.

نوموړي دا څرګندونې شاوخوا یو ساعت وړاندې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه له هغه ځانمرګي برید وروسته وکړې چې د یوه بهرني په ګډون لږترلږه درې کسان پکې ووژل شول او د درو بهرنیانو په شمول ۲۱ نور ټپیان شول.

علومي وايي، له چین سره یې د پولې پر سر د همکارۍ دوه اړخیز تړون هم لاسلیک کړی، چې له مخې به یې بیجینګ او کابل د نشه يي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو د ترهګرو د اوښتو- راوښتو مخه نیسي.

دغه افغان چارواکي دا هم ویلي، چین به افغان پولیسو ته د لېږد د تلاشۍ د عصري وسیلو په ګډون د ارزونې عصري وسائل ورکړي.

ښاغلي علومي دا هم وویل، اورپکو د پسرلنیو عملیاتو او بریدونو لپاره آن له ژمي راهیسې چمتووالی نیولی.

په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو – په تېره بیا شمالي ولایتونو کې – د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي، چې د حکومت له کنټروله آن د ځینو سیمو پر ایستلو هم توانېدلي.

تېره ورځ د سوېل ختیځ پکتیکا ولایت سید کرم ولسوالۍ کې څه باندې سلو وسله والو طالبانو په شاوخوا دېرشو موټرو کې تر ۶۰ پورې سپرلۍ تر خپلې ولکې لاندې سیمې ته ولېږدولې، چې وايي هدف یې د هغو حکومتي کارکوونکو موندل وو، چې د شنبې په ورځ له کورونو د کار پر لور په لیني موټرو کې تلل.

که څه هم طالبان وايي، له دوو دولتي کسانو پرته یې نور ټول خوشي کړي، خو د پکتیا امنیه قومندان پاسوال زلمی اوریاخېل وايي، لاهم درې – څلور مسافر له طالبانو سره دي.

نوموړی وايي، تېره شنبې یې ددغو کسانو د خلاصون لپاره عملیات وکړل، او د طالبانو دوه کسان یې وژلي. خو طالبان وايي، ددوی یو کس ټپي شوی، او مقابل کې یې د اردو درې سرتېري ټپیان کړي دي.

ورته مطالب