په خاص اروزګان ولسوالۍ لسګونو وسلوالو بريد کړی

د انځور حقوق AP
Image caption په سيمه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو رييس ارکان سيد واقف شاه وايي په ارزګان کې کافي ځواکونه شته چې کولای شي د دا ډول بريدونو مخه ونيسي

د افغانستان په سويل اروزګان کې چارواکي وايي لسګونو وسلوالو مخالفينو د دغه ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ پر یو شمیر پوستو درانه بریدونه پیل کړي.

د خاص اروزګان ولسوال عبدالکریم کریمي وایې، وسلوال د ولسوالۍ دوه کیلومترۍ ته رسیدلي او په وینا یې که نور ځواکونه ور و نه رسیږي ښایي ولسوالي د وسلوالو منګلو ته ولویږي.

د ارزګان د والي وياند دوست محمد نایاب وایې، برید تېره شپه شاوخوا دوه بجې پیل شوی و، خو امنيتي ځواکونو يې پر خپل وخت ځواب ورکړی دی.

که څه هم ښاغلی ناياب وايي په دغه بريد کې افغان ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی، خو د خاص اروزګان ولسوال وايي په بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

بل خوا په سيمه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو رييس ارکان سيد واقف شاه وايي په ارزګان کې کافي ځواکونه شته چې کولای شي د دا ډول بريدونو مخه ډب کړي.

د وسلوالو طالبانو يوه وياند رسنیو ته ويلي د تیرې شپې راهيسې د خاص اروزګان ولسوالۍ پر عمومي سړک د پیروج، سنګر اوچکجوی سیمو کې پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه روان دي.

خو ده افغان امنيتي ځواکونو او خپلې غاړې ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان په سويل کې دا بريد داسې مهال کیږي چې د هيواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې هم ورته بريدونو زور اخيستی دی.

په تيرو څو اوونيو کندوز، بادغيس او غور ولایتونو کې وسلوالو ورته بريدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له لوري بېرته په شا وتمبول شول.

ورته مطالب