د افغانستان او پاکستان څارګرو ادارو د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

حسیب صدیقي د انځور حقوق NDS
Image caption ښاغلي صدیقي وویل، په دې هوکړه کې ټولې ترهګرې ډلې او د دوی له خوا ګواښونه معرفي شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي له اوسني حالته د وتلو لپاره د افغانستان او پاکستان چارواکي په پنځو برخو کې د همکارۍ پر سر هوکړې ته سره رسېدلي دي چې په دې کې پوځي، سیاسي، اقتصادي، د سولې له بهیره د ملاتړ او همدا راز په سیمه کې د ګډو ترهګرو ګواښونو د مخنیوي لپاره د اطلاعاتي همکارۍ شامل دي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، د ملي امنیت ویاند وايي هغه خبرونه د رسنیو هغه خبرونه ناسم وبلل چې پکې ویل شوي وو آی ایس آی د افغانستان امنیتي کسانو ته روزنه ورکوي.

ښاغلی حسیب صدیقي وايي د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو ګواښونو په تړاو د تکتیکي اطلاعاتو تبادله له وړاندې هم موجوده وه:

''دا چې د ګواښ په اړه مو یو روښانه تعریف نه درلود. او دواړو بنسټونو تر منځ د همکارۍ ساحې هم تر یوې اندازې روښانه نه وې. نو همدا لامل وو چې له تمې سره سم یې اغېز نه درلود. په نوي تفاهم لیک کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، ګډو ګواښونو، د تکتیکي اطلاعاتو د تبادلې حدودو او ساحو د همکارۍ کرښې چې وکولای شي له موږ سره مرسته وکړي تعریف شوي دي''.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د آی ایس آی او د افغانستان ملي امنیت ځینې هوکړه لیکونه موجود وو، چې په وینا یې هغه شان تمه چې ترې کېده اغېزمن نه وو.

د ملي امنیت ویاند هیله وښوده چې "پاکستان دا ځل ژمنه کړې چې پاکستان به په ریښتینې توګه همکاري وکړي".

ددغه هوکړه لیک د لاسلیکېدو په تړاو د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو منفي نظرونه وښودل.

یوه وکیل د ملي امنیت اداره "مړه" وګڼله، چې په وینا یې دغې ادارې "لاس تړلي خلک خپل دښمن ته په لاس ورکړل."

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې د ناستې مشر عبدالظاهر قدیر، چې د جرګې مرستیال دی، د نړیوالو اړیکو، کورني امنیت او دفاعي چارو له کمیسیونونو وغوښتل، چې ددغې هوکړې د موخو په ډاګه کولو لپاره د ملي امنیت چارواکي د جرګې ناستې ته وروغواړي.