ایران: د طالب پلاوي له سفره بې خبره یو

طیب آغا
Image caption طالبانو ویلي، ددې سفر مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب آغا پرغاړه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه بې خبري ښودلې ده.

ددغه وزارت ویاندې مرضیې افخم د چارشنبې په ورځ (غویی ۳۰) تهران کې خبریالانو ته وویل: "موږ ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه بې خبره یو، دا باید وپلټل شي هغه سرچینې چې دا خبر یې خپور کړی، د کومو معلوماتو او مسؤولیت له مخې یې دا خبر خپور کړی دی".

د تېرې سې شنبې په ورځ د ایران اسلامي انقلاب "سپاه پاسداران" ته یوه نژدې " خبري آژانس تسنیم" پخپل یوه ځانګړي خبر کې ویلي وو، په قطر کې د طالبانو د "سیاسي دفتر" استازو په وروستیو کې ایران ته سفر کړی.

دغه خبري اژانس لیکلي و، ددې سفر مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب آغا پرغاړه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سربېره، د ایراني دولت ویاند محمد باقر نوبخت هم وړاندې ددې سفر په اړه بې خبري ښودلې وه: "له دې موضوع بې خبره یم، دا موضوع له عقل سره نه جوړېږي، په هرحال دا نه تاییدوم".

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه ایران ته د "لوړپوړي طالب پلاوي" د سفر په اړه لیکلي: "په دې وروستیو کې د اسلامي امارت یوه لوړپوړي پلاوي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر محترم محمد طیب آغا په مشرۍ ګاونډي هېواد ایران ته یو سفر درلود، په دې سفر کې دغه پلاوي د ایران له چارواکو سره د خپل هېواد افغانستان د فعلي وضعیت، سیمې، اسلامي نړۍ او په ایران کې د شته افغان مهاجرینو د حالاتو په اړه خبرې وکړې".

مجاهد لیکلي "دا سفر د هغو عادي سفرونو یوه برخه ده، چې د اسلامي امارت پلاوي یې وخت په وخت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته ددوه اړخیزه موضوعاتو څېړلو، اړیکو جوړولو، پراخولو او ټینګولو په موخه ترسره کوي".

طالبان مني چې وړاندې یې پلاوو جاپان، فرانسې او چین ته هم سفرونه کړي، چې په وینا یې دا لړۍ په په راتلونکې کې هم روانه وي.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي وو، د طالبانو پلاوي ایران ته د سفر په ترڅ کې له ایراني امنیتي مقاماتو سره د سیمې او کډوالو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

''تسنیم'' وايي ''د افغانستان د طالبانو سیاسي پلاوي له ایراني امنیتي چارواکو سره په تهران کې د سیمې پر مسائلو، په تېره بیا د اسلامي نړۍ اړوندو مسائلو او همدارنګه د کډوالو په اړه بحثونه کړي او خپل اندونه یې سره شریک کړي دي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم د چارشنبې په ورځ (غویی ۳۰) تهران کې خبریالانو ته وویل: "موږ ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه بې خبره یو، دا باید وپلټل شي هغه سرچینې چې دا خبر یې خپور کړی، د کومو معلوماتو او مسؤولیت له مخې یې دا خبر خپور کړی دی".

تسنیم پخپل دغه ځانګړي راپور کې ویلي، تر دې وړاندې په وروستیو کلونو کې، طالبانو دوه ځلې ''له ایراني امنیتي مقاماتو سره د کتنې او همدارنګه په اسلامي ویښتابه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی.''

دا دویم ځل دی چې طالب مشران ایران ته سفر کوي. تر دې مخکې دوی د ۲۰۱۳ کال جون کې هم د ایران پلازمېنې تهران ته سفر کړی و.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ددغې ډلې اړیکي له ګاونډي ایران سره ښه نه وو، چې په ۱۹۹۷ کال د طالبانو لاس ته د افغانستان د شمالي مزار شریف ښار تر لوېدو او د ایراني دیپلوماتانو تر وژل کېدو وروسته یې ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا وروستي حد ته ورسېدل.

ایران د افغانستان په شمال کې د طالبانو پروړاندې د ټلوالې ملاتړ کاوه.

ورته مطالب