"د افغان طالبانو مرکچیان پر سیاسي مسلو خبرو لپاره ایران ته رسېدلي"

د افغان طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي د طالبانو لوړپوړو مرکچیانو "نړیوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو د ساتلو" په موخه ایران ته سفر کړی دی.

دا دوهم ځل دی چې طالب مشران ایران ته سفر کوي. تر دې مخکې دوی د ۲۰۱۳ کال جون کې هم د ایران پلازمېنې تهران ته سفر کړی و.

ښاغلي مجاهد وویل: "زه تایدوم چې د قطر د سیاسي دفتر طالب مشران اوسمهال ایران کې دي."

نوموړي وویل: "دوی پر سیاسي او سیمه ییزو مسلو او په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کوي."

د ایران ''تسنیم'' خبري اژانس ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له ایراني امنیتي چارواکو سره کتلي.

د ایران ''سپاه پاسداران'' ته نژدې خبري اژانس ویلي، د طالبانو دغه پلاوی په وروستیو کې ایران ته تللی و.

خو د ایراني دولت ویاند محمد باقر نوبخت د سې شنبې په ورځ (غویی ۲۹/مې ۱۹) ددغه سفر په تړاو د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کې وویل: ''له دې موضوع بې خبره یم، دا موضوع له عقل سره سمه نه ده، خو په هر حال موږ یې نه شو تاییدولی''.

''تسنیم'' وايي ''د افغانستان د طالبانو سیاسي پلاوي له ایراني امنیتي چارواکو سره په تهران کې د سیمې پر مسائلو، په تېره بیا د اسلامي نړۍ اړوندو مسائلو او همدارنګه د کډوالو په اړه بحثونه کړي او خپل اندونه یې سره شریک کړي دي''.

تسنیم پخپل دغه ځانګړي راپور کې ویلي، تر دې وړاندې په وروستیو کلونو کې، طالبانو دوه ځلې ''له ایراني امنیتي مقاماتو سره د کتنې او همدارنګه په اسلامي ویښتابه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی.''

نژدې دوه کاله وړاندې هم طالبانو وویل، استازي یې له قطر نه ایران ته تللي، او له ایراني چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. خو کابل کې د ایران سفارت ایران ته د طالبانو د پلاوي سفر دروغ وباله.

طالبانو د روان کال په لومړیو کې هغه خبر هم تایید کړ، چې ګني پلاوی یې چین ته تللی، خو ویلي یې وو چې دغه ډله د تېر کال په دسمبر کې له قطر نه د ''طالبانو او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پرسر د خبرو په اړه د دریځ واضح کولو لپاره طالبانو چین ته سفر کړی و''.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ددغې ډلې اړیکي له ګاونډي ایران سره ښه نه وو، چې په ۱۹۹۷ کال د طالبانو لاس ته د افغانستان د شمالي مزار شریف ښار تر لوېدو او د ایراني دیپلوماتانو تر وژل کېدو وروسته یې ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا وروستي حد ته ورسېدل.

ایران د افغانستان په شمال کې د طالبانو پروړاندې د ټلوالې ملاتړ کاوه.

په ۲۰۱۳ کال کې وسله والو طالبانو ایران ته د خپل جګپوړي پلاوي سفر تایید کړی و، چې په وینا یې دغه درې کسیزه پلاوي له ایراني چارواکو سره د دواړو لوریو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

ورته مطالب