کابل کې پر لور د جنسي تېري تورن پلار په اعدام محکوم شو

د انځور حقوق BBC World Service

په کابل کې لومړۍ محکمې یو کس په خپل لور د جنسي تېري کولو په تور په اعدام محکوم کړ.

پر پېغلې ‎ خاطرې د جنسي تېري په تړاو محاکمه نن (چارشنبې) په کابل کې وشوه. دا محاکمه په تېر یو نیم کال کې د کورني تاوتریخوالي اړوند پېچلو قضیو ګڼل کیږي.

د خبریالانو په حضور د محکمې قاضي د محکمې د ناستې پرمهال وویل، د (ډي اېن اې) له آزموینو دا په ډاګه شوې چې له خپل پلار نه د خاطرې دوه بچیان زیږېدلي. دا چې پلار یې پرله پسې پر خپلې لور جنسي تېری کړی، تورن په اعدام محکوم شو.

د خاطرې پلار د محمکې په پریکړې نا خوښي وښوده او ټاکل شوې ده چې راتلونکي اونې یې د استیناف محکمه هم وشي.

د خاطرې د پلار وکیل د عدلیې وزارت ته څېرمه ځانمرګي برید کې ټپي شوی، ځکه نو د تورن محاکمه د خپل وکیل په غیاب کې وشوه.

د مدني ټولنو فعالان معمولاً هېواد کې د دغه ډول پېښو له عاملینو سره د حکومت د سخت چلند غوښتنه کوي.

یو شمېر دغه فعالان دا هم وايي، چې دغه ډول قضیو کې له عاملینو سره د چلند لړ کې د حکومت زړه نازړه توب د دغو ناوړه پېښو ډېرېدو سبب شوی.

د بشري حقونو د دې مدافع ټولنې په خبره، د افغانستان حکومت تر اوسه داسې کومې اغېزمنې تګلارې نه لري، چې له مخې یې د جنسي ځورونو مخنیوی وشي.

ورته مطالب