د اروزګان پر څلورو ولسواليو د وسلوالو بريدونه

د انځور حقوق
Image caption د سيمې خلک وايي جګړه روانه ده او د جګړې دواړه خواوې درنې او سپکې وسلې کاروي. تر دې دمه د دغو بریدونو پر مهال د ولسي مرګ ژوبلې په اړه راپورونه، نه دي ورکړای شوي

د اروزګان سیمه ییز چارواکي وایي، لسګونو وسلوالو د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ سربېره د څلورو نورو ولسوالیو پر امنیتي پوستو باندې بریدونه پیل کړي دي.

چارواکي ادعا کوي، چې د دغو بریدونو پر مهال لسګونه وسلوال وژل شوي او زيات نور ټپيان دي.

په تېرو دوو ورځو کې لسګونو وسلوالو د اروزګان د شهید حساس ولسوالۍ د سیاه سنګ او تګاب، د دهراود ولسوالۍ د بازګیر، سنګ سراخ او چیتو په سیمو کې او مرکز ترینکوټ پورې اړوند د چوغک او بلوڅي سیمو پر امنيتي پوستو بریدونه کوي.

د اروزګان مطبوعاتي د فتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغو نښتو پر مهال اووه افغان سرتیري وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.

وسلوالو د تیرې دوشنبې پر ورځ د خاص اروزګان پر ولسوالۍ هم بريد وکړ او د راپورونو له مخې جګړه د ولسوالۍ د ودانۍ يو کیلومترۍ ته رسېدلې وه.

ځايي چارواکي وایي، د بریدونو سره سم یې سیمي ته تازه دمه ځواکونه لیږلي او ادعا کوي، چې وسلوال یې په شا تمبولي او یا یې هم وژلي دي.

د سيمې خلک وايي جګړه روانه ده او د جګړې دواړه خواوې درنې او سپکې وسلې کاروي. تر دې دمه د دغو بریدونو پر مهال د ولسي مرګ ژوبلې په اړه راپورونه، نه دي ورکړای شوي.

وسلوال طالبان ادعا کوي، په تېرو څو ورځو کې یې د افغان ځواکونو څخه لسګونه امنیتي پوستې نیولي او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

په اروزګان کي وروسته له هغه ناامنیو زور واخیست، چې د دغه ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان په کابل او ورپسې ګلاب خان د امنیه قومندانۍ سرپرست په اروزګان کې ووژل شول.

که څه هم شاوخوا دوې میاشتي کیږي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان وژل شوی، خو لا هم مرکزي حکومت اروزګان ته نوی امنیه قومندان نه دی ټاکلی.

ورته مطالب