د افغانستان ګمرکونو کې د مالیې سیستم 'برېښنايي' شو

Image caption مالیې وزارت وايي، یو سوداګر چې له خپل بانکي ګڼون (اکونټ) نه مالیې استوي، د حکومتي مامورینو له لاس په لاس کېدو یې مالیه ژغورل کېږي، چې همدا د فساد د مخنیوي لپاره یوه غوره لار هم ده.

د افغانستان د مالیې وزارت په ګمرکونو کې د مالیې د ورکړې سیستم برېښنایي یا الکرترونیکي کړ.

د مالیې وزارت چارواکي وایي د دغه سیستم په جوړولو به په ګمرکونو کې فساد له منځه لاړ شي. بل خوا به د سوداګرو او مالیې ورکونکو په کارونو کې روڼتیا را منځ ته شي.

د افغانستان د ګمرکونو مشر نجیب وردګ وایي د دغه سیستم لړۍ به لومړی له کابله پیل شي اوپه راتلونکو څو میاشتو کې به یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلي شي:

''دا کار ډېرې ګټې لري، لومړی تطبیق به یې د کابل له ګمرګ او د کابل د هوايي ډګر له ګمرک نه پیلېږي. تر درو څلورو میاشتو به هلته وازمایل شي، که کومه ستونزه یې نه لرله، بیا وروسته به په ټول افغانستان کې پیل شي.''

بل خوا، د ګمرکونو او عوایدو برخه کې د مالیې وزارت مرستیال ګل مقصود ثابت خبریالانو ته په دې اړه وویل: ''موږ تېر کال له کمرګونو نژدې ۴۴ میلیارد افغانۍ عواید لرل، سږ کال هم دغه هدف ۴۸ میلیارد ډالر افغانۍ عاید ټاکلی، خو د سږني مالي کال پنځو میاشتو په تېرېدو سره، موږ له خپل هدف نژدې ۱۴ سلنه وړاندې یو.''

نوموړی وايي، سږکال د هر موټر پر سر مالیه هم لوړه شوې ده.

دی وايي، د مالیې د ورکړې سیستم په الکترونیکي کولو کې یې هدف د سوداګرو لپاره اسانتیا، مالې راغونډولو کې روڼتیا او د فساد مخنیوی دی.

مالیې وزارت وايي، یو سوداګر چې له خپل بانکي ګڼون (اکونټ) نه مالیې استوي، د حکومتي مامورینو له لاس په لاس کېدو یې مالیه ژغورل کېږي، چې همدا د فساد د مخنیوي لپاره یوه غوره لار هم ده.