جان کمپبل: داعش افغانستان کې جنګيالي برابروي

د انځور حقوق AFP
Image caption جنرال کمپبل وايي ډېری طالب جنګیالي له خپل مشر ملا محمد عمر څخه ناراضه شوي او له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل وايي داعش په افغانستان کې د جنګیالیو برابرولو په لټه کې دی، خو تر اوسه یې په دغه هېواد کې جنګي عملیات نه دي پیل کړي.

دغه امریکایی جنرال وايي ډېری طالب جنګیالي له خپل مشر ملا محمد عمر څخه ناراضه شوي او له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

زموږ همکار سیدولي ناصر په خپل راپور کې کاږي، افغان امنیتي ځواکونه چې د ټول هېواد امنیتي مسوولیتونه ور له غاړې دي، دمګړۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د نړیوالو ځواکونو مشر قوماندان وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډله هم په فعالېدو ده.

دی وايي داعش اوسمهال خپلو لیکو ته جنګیالي برابروي، خو لا یې جګړې ته تابیا نه ده نیولې.

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل د داعش ډلې د ورځ تر بلې غوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د طالبانو له لیکو ناراضه شوي جنګیالي د داعش لیکو ته ورځي:

''ډېر طالبان شته چې له ملاعمره خفه دي، هغوی چېرې ځي؟ له داعش ډلې سره بیعت ورته ډېر ښه فرصت دی او شونې ده ډېر امکانات په لاس ور شي، خو موږ یې د پراختیا پر وړاندې خنډ یو چې په افغانستان کې وضعیت د عراق او سوریې په څېر نه شي''.

ښاغلی کمپبل فکر کوي چې ګواکې د طالبانو او داعش ايډيالوژي له يو بل سره توپير لري او د ده په خبره طالبان او داعش له یو بل سره په جګړه بوخت دي.

په سیمه کې د داعش لومړني پلویان د افغان او پاکستاني طالبانو د لیکو پخواني ناراضه جنګیالي وو چې په یوه ویډیو کې یې د داعش له پخواني مشر ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان وايي طالبان او داعش په خپلو منځونو کې په جګړه بوخت دي

د چارو شنونکی جاوید کوهستانی هم مني چې داعش ډله په افغانستان کې د جنګیالیو په راټولولو بوخته ده، خو زیاتوي چې د داعش ډېری جنګیالي د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا سرګردانه افراطي جنګیالي دي:

''له مودو راهیسې داعش په افغانستان کې جنګیالي چمتو کوي، یوه ډله ناراضه طالبان، د حافظ سعید او عصمت معاویه تر مشرۍ لاندې پاکستانۍ مذهبي افراطي ډلې، د القاعده پاتي شونې او د منځنۍ اسیا سرګردانه جنګیالي له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي''.

ښاغلی کوهستاني په دې اند دی چې ګواکې داعش هڅه کوي په لومړيو کې خوندي ځای، امکانات او جنګیالي چمتو کړي او وروسته بيا افغانستان او سیمي ته په سرخوږي بدل شي.

په افغانستان کې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او طالب جنګیالیو په پرتله د داعش ډلې د موجودیت په اړه ځکه اندېښنې زیاتېږي چې د دې ډلې جنګیالي ډېر توندلاري دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption وسلوالو طالبانو د افغانستان په شمال ختيځ، شمال، سويل او سويل ختيځو سيمو کې خپل وسلوال فعاليتونه ډېر کړي دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار څو اونۍ وړاندې په ولسي جرګه کې وویل چې د القاعده، لشکر طیبه او کورنیو جګړه مارو ډلو په څېر داعش هم یو خطر دی.

افغان دولت له دریو میاشتو راهیسې له داعش سره د مبارزې لپاره نوې تګلاره جوړه کړې، چې د داعش ډلې پر ضد لومړني عملیات یې له هلمند ولایته پیل کړل.

که څه هم د دغې تګلارې په پايله کې د داعش سیمه ییز مشر عبدالرووف خادم ووژل شو، خو ويې نه شو کړای داعش له منځه یوسي، بلکې په تېرو شپږو میاشتو کې د داعش ډلې جنګیالیو فعالیتونه لا پراخ شوي دي.

ورته مطالب