ملي امنيت: تفاهم ليک بايد له پنځو پړاوونو تېر شي

Image caption په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم ليک په یوه توده موضوع اووښتی و او يو لړ غبرګونونه يې راوپارول

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي د افغانستان او پاکستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم ليک بايد د مشروعيت ترلاسه کولو لپاره له پنځو پړاوونو تېر شي.

د ملي امنيت له لوري رسنيو ته په استول شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهم ليک وروستی شوی نه دی.

نن (يکشنبه، مې ۲۴) د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل د تفاهم ليک په اړه د جزيياتو ورکولو لپاره جرګې ته ورغوښتی و.

ښاغلي نبیل د غونډې په پيل کې وغوښتل چې غونډه دې د بندو دروازو تر شا ترسره شي.

د ملي امنيت اعلاميه کې راغلي افغان حکومت به دغه هوکړه ليک ملي ګټو او بهرني سياست سره په همغږۍ کې په پنځو پړاوونو کې وروستی کړي.

لومړی: د دغه هوکړه ليک چوکاټ، حدود او واکونه به د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي.

دويم: د هوکړه ليک طرحه او کره کتنه به د ملي امنيت، بهرنيو چارو وزارت، اجراييوي رياست او ملي امنيت شورا د کارپوهانو له لوري ترسره کيږي چې ولسمشر ته ځواب ويونکي دي.

دريم: د هوکړه ليک پر مسودې به د ملي امنيت شورا له لوري بحثونه وشي.

څلورم: د هوکړه ليک له تسويد وروسته به متن د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه له سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او د ولس له استازو سره د هغوی د نظر اخيستو په موخه شريک شي.

پنځم: له دغو څلور پړاونو وروسته به د دغه هوکړه ليک متن د پاکستان حکومت ته وسپارل شي.

د افغانستان د څارګرې ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه اداره به له هر ډول بهرنیو استخباراتي ادارو سره په اړيکو کې تر ټولو د مخه د افغانستان ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم ليک په یوه توده موضوع اووښتی و او يو لړ غبرګونونه يې راوپارول.

د افغانستان ملي امنيت ادارې ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکاريو د پراختيا تفاهم ليک په پوځي، مالي او سياسي برخو کې يو له بل سره مرسته کوي.

ورته مطالب