معصوم ستانکزي د افغانستان دفاع وزیر چارسمبالي په توګه کار پیل کړ

Image caption معصوم ستانکزی له تېرو څو کلونو راهیسې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر و، چې د سولې په خبرو کې یو مهم شخصیت ګڼل کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، معصوم ستانکزی د دفاع وزارت د چار سمبالي په توګه ونوماوه.

تر هغه چې ولسي جرګه د دفاع وزير ته د باور رايه ورکوي ښاغلي معصوم ستانکزی به د دفاع وزارت چار سمبالي په توګه کار کوي.

نن معصوم ستانکزي د دفاع وزارت د سرپرست، ډګر جنرال عبدالخالق د لومړي مرستيال او قدم شاه سهيم د لوي درستيز په توګه رسما په کار پيل وکړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ښاغلي اشرف غني له دغو کسانو غوښتي چې د شهيدانو له کورنيو او ټپي سربازانو سره دې مرسته وشي.

په نژدې راتلونکې کې به ولسي جرګه د دفاع وزارت نوماند ته د باور يا رد رايه ورکړي.

ښاغلي اشرف غني له ټولو هېوادوالو غوښتي چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره يو ځای ودرېږي او ملاتړ يې وکړي.

معصوم ستانکزی له تېرو څو کلونو راهیسې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر و، چې د سولې په خبرو کې یو مهم کس ګڼل کېږي.

په داسې حال کې چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو اته میاشتې تېرې شوې دي، خو افغانستان لاهم دفاع وزیر نه لري.

وړاندې ښاغلي غني د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو پرمهال ويلي وو: ''خوښ یم چې ښاغلی ستانکزی د دفاع د راتلونکي وزیر په توګه اعلانوم''.

داسې ګونګوسې وې چې د جمعيت اسلامي ځينې غړي د دفاع وزير په توګه د ستانکزي له نومولو سره مخالف دي.

د ملي یووالي د حکومت د کابینې په لومړي نوملړ کې پخوانی لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته نومول شوی و، چې له ولسي جرګې یې د بریالیتوب رایې وانه خیستې.

بیا وروسته افضل لودین ددفاع وزارت ته ونومول شو، خو نوموړی د دفاع وزارت له نوماندۍلاس پر سر شو.

ښاغلي لودین په یوه لنډ وېډیويي پیغام کې، چې د ارګ له خوا خپور شو، خپله استعفا وړاندې کړه او لامل یې ''ځینې شخصي ستونزې'' وګڼلې.

معصوم ستانکزی

محمد معصوم ستانکزی په ۱۳۳۷ کال د کابل ګاونډي لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کې زیږېدلی.

پخوا یې د مخابراتو د وزیر، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار، د ملکي کولو او بیا مېشته کولو کمیسیون مرستیال په توګه کار کړی.د سولې د عالي شورا د وېبپاڼې پربنسټ، نوموړي په ودانیزه انجینرۍ کې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې کړې دي.

ویل کېږي ستانکزي د مخابراتو انستیتوت کې هم زده کړې کړي او پوځي روزنه یې لیدلې ده.

نوموړی د سولې د عالي شورا غړی، ددغې شورا د دارالانشاء مشر او د کورني امنیت په چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار دی.