د کندهار پر دارالمعلمین برید د دوو بریدګرو په وژل کېدو پایته ورسېد

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان سوېلي کندهار ښار کې پر دارالمعلمین کې د ننه پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو له خوا ډله ییز برید تر اتلسو ساعتونو وروسته د دوو برید کوونکو په وژل کېدو پایته رسېدلی دی.

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د شمېرو له مخې، د برید له سیمې دوی ته د یوې میرمنې مړی او اووه ټپیان ور وړل شوي، چې ټول ټپیان پولیس دي. کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، تېره شپه شاوخوا اته بجې دوو برید کوونکو د کندهار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ښوونکو د روزنې د موسسې دننه پر یوې امنیتي پوستې برید پیل کړ، چې د سې شنبې ورځې تر ماسپښین دوو بجو پورې یې دوام درلود.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، په سیمه کې یې اوس چاڼیز عملیات پیل کړي، خو دا یې ونه ویل چې وسله وال څنګه دغه ودانۍ ته ننوتي.

وسلوال طالبانو د برید مسؤولیت منلی.

ددغه ډلې ویاند قاری یوسف احمدي وایي، په برید کې یې ترلسو زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د پولیسو یو زغروال ګاډی هم له منځه وړي دی.

د وسلوالو په دغه ډله ییز برید کې د ښوونکو د روزنې د موسسې ګڼې درسي خونې سختې زیانمنې شوې او ځینې یې سوځېدلې دي.

وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو، په سوېلي کندهار ښار کې پر دارالمعلمین برید لږترلږه ۶ پولیس ټپیان کړي او یوه ښځه پکې وژل شوې ده.

د ښوونکو د روزنې دغه بنسټ د استوګنې په یوه سیمه کې دی، چې د کندهار پوهنتون د محصلینو لیلیه یې هم څېرمه پرته ده.

کندهار د افغانستان په سوېل کې له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د هېواد له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

تېره شپه ددغه ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي.

همداشان، د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې څلورو سیمه ییزو پوليسو خپل درې ملګري په ډزو وژلي او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.

ورته مطالب