د افغانستان شمال کې دوه ښځې یو سړی 'په ډزو وژل شوي'

د انځور حقوق g

سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغانستان په شمال کې دوه ښځې او یو سړی په ډزو وژل شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د امنیت مسوول سخي داد حیدري بي بي سي ته ویلي، یوه ناوې د خپل تره لخوا د خپلې کورنۍ د خوښې پر خلاف د واده له امله وژل شوې ده.

هغه وویل، ګلالۍ درې میاشتې وړاندې وروسته له هغه د امن خونې ته پناه یوړه چې کورنۍ یې د هغې د خوښې وړ هلک مرکې ته د رد ځواب ورکړ او وروسته محکمې له همغه هلک سره ګلالۍ نکاح وتړله.

ګلالۍ تېره ورځ په یوه واده کې د ګډون لپاره بهارک ولسوالۍ کې خپل پلرني کلي "فت" ته تللې وه چې تره یې د لارې په اوږدو کې د دشتي په سیمه کې ټول موټرونه ودرول، ښځې یې له موټرو پیاده کړې او خپله ورېره یې وموندله.

حیدري وايي چې د ګلالۍ تره د هغې تر وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

ویل کېږي چې په یوه بله پېښه کې طالبانو په شمالي ولایت جوزجان کې یوه ښځه او یو سړی په ډزو وژلي دي.

د جوزجان د پولیسو قوماندان فقیر محمد جوزجانی وایي، طالبانو مغیان ولسوالۍ کې، ۲۵ کلنه نجیبه او د مراد په نوم یو سړی د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي.

نوموړی د ملا جوره په نوم د طالبانو یو مشر ددې وژنې مسوول بولي او زیاتوي، طالبانو پرته له دې چې د ادعا کره والی وپلټي، دا دوه کسه وژلي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان وویل، پولیسو پلټنې پیل کړي او د عاملینو لټه کوي.

خو سیمه ییزو طالبانو ځېنو خبریالانو ته ویلي چې دوی دا کار نه دی کړی.