'ملي امنیت شورا د تفاهم لیک جوړولو مسؤوله نه وه'

د انځور حقوق ARG

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ''د افغانستان او پاکستان د استخباراتي سازمانونو د هوکړه لیک د مسودې جوړولو مسؤول نه و او په دې اړه یې د مشورتي بهیر مسؤولیت پر غاړه نه درلود''.

دغه دا د غبرګولي پر ۵مه رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، ددې موضوع په اړه د یولړ شکمنو سرچینو له خوا د هېواد ملي شورا او رسنیو ته ناسم مالومات ورکول کېږي.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ''له څو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي سازمانونو تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک حقوقي حالت، منځپانګه او د جوړولو پروسه د ورځې په تاوده بحث بدل شوي دي''.

دغه دفتر وايي، خواشینی ځکه دی، چې د هېواد د لوړو ګټو او د افغانستان د ملي امنیت ډګر د جګړې په سختو شرایطو کې د شخصي موخو او شخصیت لپاره کارول کېږي، خو لازمه بولي چې د عامه افکارو د اندېښنو لیرې کولو لپاره لاندې ټکي روښانه کړي:

''لومړی، لکه د افغانستان د جمهوري ریاست لوړ مقام چې څرګنده کړه دا هوکړه لیک نهایي نه دی او تر اوسه د جمهوري ریاست مقام او د ملي امنیت شورا نه دی تایید کړی. په پام کې ده چې دا مسوده به، د حکومت د مشرتابه، د ولس د استازو او د ملي شخصیتونو د اجماع اصل ته په پام، په پینځو، مخکې له مخکې ټاکل شوو، پړاوونو کې بشپړېږي.

دویم، په هغو مقدماتي بحثونو کې چې تراوسه شوي دي، د ملي امنیت د شورا دفتر یوازې او یوازې خپل نظریات له اړوندو اورګانونو سره چې د هوکړه لیک د تسوید مسؤوولیت یې پر غاړه و، شریک کړي دي.

دریم، مسوولو مراجعو ته د خپلو نظریاتو له وړاندې کولو پرته، د ملي امنیت د شورا دفتر د متن د تسوید په هېڅ یوه پړاو کې او په دې اړه په مشورتي بهیر کې ګډون نه درلود. له همدې کبله د یاد سند په جوړولو کې هېڅ ډول مسوولیت د ملي امنیت د شورا دفتر ته نه شي راجع کېدلای.

څلورم، د ملي امنیت سلاکار د روغتیایي معاذیرو له مخې له هېواده بهر و، ویې نه شو کړای چې د ملت له استازو سره جوړو شوو مجلسونو کې حاضر اوسي. په هماغه شېبه چې د ملي امنیت سلاکار له سفره راوګرزي، په ډېره خوښۍ به هر هغه مجلس ته حاضر شي چې د افغانستان ملي شورا یې لازم وبولي او د ملت د استازو پوښتنو ته به په بشپړ صراحت ځواب ووایي.

وړاندې، د افغانستان ملي امنيت ادارې ویلي وو، د افغانستان او پاکستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم ليک بايد د مشروعيت ترلاسه کولو لپاره له پنځو پړاوونو تېر شي:

لومړی: د دغه هوکړه ليک چوکاټ، حدود او واکونه به د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي.

دويم: د هوکړه ليک طرحه او کره کتنه به د ملي امنيت، بهرنيو چارو وزارت، اجراييوي رياست او ملي امنيت شورا د کارپوهانو له لوري ترسره کيږي چې ولسمشر ته ځواب ويونکي دي.

Image caption په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم ليک په یوه توده موضوع اووښتی و او يو لړ غبرګونونه يې راوپارول

دريم: د هوکړه ليک پر مسودې به د ملي امنيت شورا له لوري بحثونه وشي.

څلورم: د هوکړه ليک له تسويد وروسته به متن د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه له سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او د ولس له استازو سره د هغوی د نظر اخيستو په موخه شريک شي.

پنځم: له دغو څلور پړاونو وروسته به د دغه هوکړه ليک متن د پاکستان حکومت ته وسپارل شي.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان د څارګرو ادارو ترمنځ تفاهم ليک په یوه توده موضوع اووښتی و او يو لړ غبرګونونه يې راوپارول.

د افغانستان ملي امنيت ادارې ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکاريو د پراختيا تفاهم ليک په پوځي، مالي او سياسي برخو کې يو له بل سره مرسته کوي.