ارزګان کې نژدې څلوېښت پولیس له خپلو پوستو تري تم شوي

Image caption دا معلومه نه ده، چې پولیس تښتېدلي او که وسلوالو بیولي

د خاص روزګان ولسوالۍ ځايي چارواکي وایې، چې په دغه ولسوالۍ کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې نښته روانه ده.

وسلوال پر داسي مهال د خاص روزګان ولسوالۍ بازار ته نژدې رسیدلي چې همدا نن د کورنیو چارو وزارت جنرال توریالي ابدیاني د پولیسو د مشر په توګه معرفي کړي دی.

بل لور ته د خاص روزګان ولسوال عبدالکریم کریمي وایې، چې د دغو نښتو بهیر کې نژدې ۴۰ پولیس له خپلو امنیتي پوستو نه ترې تم شوي دي.

د ښاغلي کریمي په خبره دا روښانه نه ده، چې دغه پولیس وسلوالو له ځان سره بیولي او که د ده په خبره د وسلو او مهماتو د نه درلودلو له کبله تښتیدلي دي.

ولسوال زیاتوي،چې دوی له سیمه ییزې ادارې او مرکزي چارواکو څخه په بیا بیا د مرستې غوښتنه کړې خو چا ورته مثبت ځواب نه دي ویلي.

ځاي اوسېدونکي وایي، چې وسلوال نن سهار د دغه ولسوالي د بازار یو کیلومترۍ ته رسیدلي او پولیسو د خاص روزګان د بازار شاوخوا امنیتي کمربند اچولی.

یوه ورځ مخکې له کندهار ولایت نه یو شمېر ځانګړي ځواکونه په خاص روزګان ولسوالي کې د مېشتو افغان پوځیانو د ملاتړ لپاره استول شوي وو.