پکتيکا: ملخان د ترافيکو او خلکو د تګ راتګ خنډ ګرځېدلي

Image caption ځايي اوسېدونکي وايي ملخان په يوه دښته کې د نورو سيمو پر لور روان دي

د پکتيکا ولايت په سرحوزې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې ملخان پیدا شوي، چې له دغې سیمې څخه د مرکز ښرنې په لور روان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي ملخان په يوه دښته کې د نورو سيمو پر لور روان دي او په لويو لارو کې د ترافيکي تګ راتګ خنډ ګرځېدلي.

ويل کېږي چې تر اوسه پورې دغو ملخانو له دوو تر دريو کیلو مترو سیمه نيولې ده، خو کرنیزه ځمکه يې لا نه ده لاندې کړې.

د دوی په خبره د ملخانو شمېر سلګونه زره دی او اندېښمن دي که دا ملخان د دوی پر کښتونو ورشي هېڅ به ورته پرې نه ږدي.

د سرحوزې ولسوالۍ اوسېدونکی اعجازالحق وايي، ملخانو په تګ راتګ کې ستونزې راولاړې کړې دي او په وينا يې که کومې کروندې ته ورسېږي ډېر ژر به يې له منځه يوسي.

اعجازالحق وايي:

'دولت بايد له وړاندې د ملخانو مخنيوی وکړي، که خدای مکړه مخنيوی يې ونه شي د هلمند ولايت په څېر به د پکتيکا ولايت کروندې هم له منځه یوسي.'

د دغې ولسوالۍ يو تن بل اوسېدونکی محمد اقبال وايي، د ملخانو په مخنيوي کې بايد د عامې روغتيا مسولين او د کرنې رياست دواړه په ګډه کار وکړي، چې د ناروغيو او بدبويي مخنيوی وشي.

اقبال وايي:

'هغه ملخان چې پر سړک د موټرو له ټايرونو لاندې شوي، بد بوی کوی، له دې وېرېږو چې ناروغان نه شو، دا يوه لويه ستونزه ده.'

ياده ستونزه مود پکتیکا ولایت د کرهڼې اوبو لګوني او مالدارۍ ریاست سره شریکه کړه خو دوی يې په اړه مالومات نه درلودل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د پېښو پر وړاندي د مبارزې مدیر شفیق له بي بي سي سره په خبرو کې وويل؛ چې تر اوسه ورته د سیمي اوسیدونکو او د سرحوزې ولسوالی د زراعت مدیر د دغې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

شفیق زیاته کړه، چې د دغې ستونزي د حل لپاره به ډېر ژر سیمې ته یو پلاوی ولېږي او د حل لپاره به یې جدې اقدامات وکړي.

شفيق وايي:

'که موږ وليدل چې رښتيا هم هلته ملخان شته، موږ به يې د مخنيوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلو او امکانات هم لرو چې مخنيوی يې وکړو'

د پکتيکا بزګران پر خپلو ځمکو کې غنم، ریشکې او ځيني نور سابه کري. دوی اندېښمن دي که ملخان يې کروندو ته ورسېږي، په راتلونکي کې به د غنمو او ځينې نورو کرنيزو توکو له کمښت سره مخامخ شي.