افغان دولت د کروندګرو د روزلو لپاره ۱۱۵ ښوونځي جوړ وي

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption افغانستان کې تراوسه کر کيله په هغه پخواني او دوديز ډول ترسره کېږي او تراوسه په دې برخه کې له نويو پرمختګونو ګټه نه ده اخيستل شوې

د افغانستان د کرنې وزير وايي د کروندګرو د روزلو لپاره به په ۳۴ ولايتونو کې ۱۱۵ ښوونځي جوړ کړي.

د کرنې وزير اسدالله ضمير وايي د دې کار څخه هدف يې په کر کيله کې د اوبو کارولو سمې لارښونې دي.

په افغانستان کې ډېری کروندګر د کرنې په برخه کې کومه ځانګړې روزنه نه لري. هغه کسان چې په دې برخه کې زده کړې لرې په دولتي او يا غېر دولتې ټولنو کې کار کوي.

افغانستان کې تراوسه کر کيله په هغه پخواني او دوديز ډول ترسره کېږي او تراوسه په دې برخه کې له نويو پرمختګونو ګټه نه ده اخيستل شوې.

په ډېری سيمو کې کروندګر د اوبه له نشتوالي سر ټکوي.

ويل کېږي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې به د زراعتي څېړنو لپاره ۳۰ مرکزونه جوړ شي.

ښاغلي ضمير وويل د اوبو لګولو سيستم يې د وزارت د کاري پلان په سر کې ځای لري.

ده زياته کړه د اوبو رسولو له ۱۳ پروژې چې د هېواد په پنځو برخو کې دی، دری به يې ډېر ژر کابل، ننګرهار او بلخ کې ګټې اخستو ته چمتو شي.

دا کار به له کروندګرو سره اوبو ته د لاس رسي او ښو محصولاتو کې مرسته وکړي.