له سګرېټو سره مبارزه، پيل يې له کابله

د انځور حقوق Reuters
Image caption له ۶۰۰ ډیرو ځوانانو د دې لپاره دا ټولنه جوړه کړې چې نور سګريټ څکولو ته ''نه'' وویل شي

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د سګرېټو ناقانونه سوداګري ودروي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سګرېټو بیې پکې په پرتلیز ډول ټیټې دي.

سره له دې چې افغان حکومت د تنباکو پر وارداتو ۵۰ سلنه مالیه لوړه کړې او په سرپټو ځایونو کې یې پر څکولو بندیز لګولی دی.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخه څه باندې ۳۶ سلنه نارینه او ښځې سګرېټ کاروي او ۱۶ سلنه ماشومان هم پرې اخته دي، چې په ټوله کې ۵۸ سلنه افغانان د تنباکو د لوګي له زیان سره مخامخ دي.

له سګرېټو سره د مبارزې په برخه کې په پلازمینې کابل کې سګرېټو ته د ''نه'' ویلو ټولنه جوړه شوې او سمبالوونکي يې وايي غواړي لمن يې درست افغانستان ته وغځوي.

دغه ټولنه چې د افغانستان د سینمایي لوبغاړو ټولنې په نوښت جوړه شوې په پام کې لري د لنډو فلمونو، سندرو شعرونو او نورو بیلابیلو لارو خلک وهڅوي سګرېټ و نه څکوي او د مخنیوي لپاره يي لاس په کار شي.

د انځور حقوق PA
Image caption د ټولنې په کړنلاره کې د سګريټو روغتیایي او اقتصادي زیانونه په سمه توګه روښانه شوي دي

کابل، هغه ښار چې ګام په ګام په کې د سګريټ پلورلو هټۍ لیدلی شو.

له ۶۰۰ ډیرو ځوانانو د دې لپاره دا ټولنه جوړه کړې چې نور سګريټ څکولو ته ''نه'' وویل شي. د دغې ټولنې يو سمبالونکی وايي د مبارزې ملګري يې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

دی وايي: ''هغوی چې د دغې ټولنې غړیتوب ترلاسه کوي لکه د نوي واکمن لومړۍ شیبې په قسم پیلوي او ژمن وي چې تر عمره به يي شونډې په سګريټ ونه لګېږي''.

دا خوځښت د سینمایي لوبغاړو د ټولنې په نوښت پیل شوی. پوښتنه دا ده چې ولې د داسې يوې ټولنې د جوړېدو تکل وشو؟

د دغې ټولنې او د سینما د اتحادیې مشر جوانشیر حیدري

''یوه ورځ زه د خپل کار سټوډیو ته وردننه شوم د سینما پنځو لوبغاړو سګريټ په لاسونو کې نیولي وو، خونه بنده وه هوا نه رادننه کیده هماغه ورځ مې پریکړه وکړه''.

ښاغلي حيدري زیاته کړه:''هلکان مې راټول کړل ورته مې وویل زه یو ګوند جوړوم غړي به یې ټول قسم یادوي چې سګريټ به نه څکوي، خو بیا ګوند نه شو او همدا ټولنه مو جوړه کړه''.

د ټولنې په کړنلاره کې د سګريټو روغتیایي او اقتصادي زیانونه په سمه توګه روښانه شوي دي.

له همدې امله د عدلیې وزارت د دغې ټولنې د جوړیدو اجازه ورکړه او له وزارت کې ثبت شوه.

د ټولنې د مشر په خبره چې ډیر دولتي چارواکي هم له دوې سره یو ځای شوي او اوس يې غړیتوب لري.

د انځور حقوق SPL
Image caption په افغانستان کې د نشه يي توکو د مخنیوي قانون شاوخوا یو نیم کال وړاندې د ولسي جرګې له خوا تصویب شو

اوس مهال د دې ټولنې ټول غړي تر خپلې وسې هڅې کوي هغو کسانو ته چې سګريټ څکوي ورته د سګريټ نه څکولو تبلیغ او لارښونې وکړي.

د ټولنې غړی او د سینما لوبغاړی هارون صدیقي وایي که دسګريټ نه څکلو برخه کې دا کمپاين همداسې روان وي د ډیرو ځوانانو د ژوند بڼه به واوړي:

''زموږ په ډله کې چې څوک یو ځای کیږي له سګريټ سره مخه ښه کوي او نور هڅوي چې سګريټ ته شا کړي''.

سګريټ ته د ''نه'' ویلو ټولنې مشر جوان شېر حیدري وایي په روان کال کې به له بیلابیلو لارو د سګريټو د مخنیوي هڅې وکړي:

''په روان ۲۰۱۵ کال کې غواړو د لنډو فلمونو، وال بورډونو او ويډیوګانو له لارې د سګريټ د څکولو د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړو''.

ښاغلی حيدري وايي: ''موږ ټینګار کوو او له شاعرانو غواړو چې په مخدره توکو شعرونه جوړ کړي چې سندرغاړي یې سندرې کړي. وروسته له دې بیا موږ غواړو دا خبره له ملګرو ملتونو او له نورو هیوادونو سره هم شریکه کړو''.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د قانون پر بنسټ په سرپټو ځایونو کې سګريت څکول غير قانوني بلل شوي

په افغانستان کې د نشه يي توکو د مخنیوي قانون شاوخوا یو نیم کال وړاندې د ولسي جرګې له خوا تصویب شو.

د دغه قانون پر بنسټ په سرپټو ځایونو کې سګريت څکول او له اتلسو کلنو ټیټ ماشومان چې سګريټ پلوري کار يې غير قانوني بلل شوي.

خو له دې سره سره بیا هم په یو شمیر سرپټو ځایونو، هوټلونو د موټرو په تم ځايونو او کورونو کې سګريټ څکول کیږي او د سګريټو پلورونکي هم تر ډیره ماشومان دي.

ورته مطالب