''له جګړې وړاندې د ملکيانو ژوند ته پام وکړئ''

د انځور حقوق
Image caption د ملکي وګړو د خوندیتوب په نوم بنسټ وايي یوازې د کندوز په تازه پېښو کې ۱۸۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي

په کابل کې یوه مدني بنسټ له افغان حکومت وغوښتل چي له جګړه ييزو عملياتو وړاندې د ځايي خلکو د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

مدني ټولنې دغه ستونزه داسې مهال په ډاګه کوي چې د افغانستان په شمال کې د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

په کابل کې یوه مدني بنسټ په کور دننه د جګړو له امله د بېځایه شويو کورنیو د زیاتېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب په نوم يو بنسټ چې له ۱۹ نهادونو جوړ دی وايي یوازې د کندوز په تازه پېښو کې ۱۸۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

د دغه بنسټ یو مسوول محمد نبي تدبیر وايي د بېځايه شويو لويه برخه وګړي ابتدايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

دی وايي: ''بېځايه شوي نه يوازې دا چې د استوګنې کورونه، نه لري پاکو اوبو، ښوونځيو او روغتیايي اسانتياو ته هم لاسرسی نه لري''.

د دغه بنسټ چارواکي د بېځايه شويو ستونزې داسې مهال راپورته کوی، چې لا له وړاندې په کور دننه د بېځايه شويو وګړو شمېر د اتو سوو زور او یو میلیون تر مینځ اټکل شوی دی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د دغه بنسټ اندېښنې او وړانديزونه پر ځای بولي.

ده له بي بي سي سره خبرو کې وويل وزارت دمګړۍ دومره توان نه لري چې له کورنيو بېځايه شويو سره مرسته وکړي.

مدني بنسټونه پر داسې وخت د تازه بېځايه شويو کورنيو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښيي، چې لا له مخکې میليونونه افغانان له هیواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

ورته مطالب