نواز شریف ته د ولسمشر اشرف غني لیک په څه معنا دی؟

اشرف غني او نواز شریف د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کابل ته نواز شریف پخپل وروستي سفر کې ویلي، د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر ته پخپل محرمامه وروستي استول شوي لیک کې له دغه هېواده غوښتي چې تر یوې میاشتې پورې پاکستان کې مېشت د افغان طالبانو مشران ونیسي.

ښاغلي غني د حقاني شبکې پروړاندې هم د پوځي عملیاتو ډېرولو غوښتنه کړې او له پاکستان یې غوښتي چې پخپله خاوره کې د طالبانو پټنځايونه له منځه یوسي.

نااعلان شوې جګړه

په دې ورځو کې افغان چارواکو څو ځلې له پاکستان سره د اړیکو په مساله کې د نااعلان شوې جګړې توری کارولی دی.

اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت کرزي هم پخپل سفر کې ویلي وو: "اوس پاکستان هم له دې خبرې سره موافق دی چې دواړه هېوادونه له یوبل سره په نااعلان شوي جګړه ییز وضعیت کې دي".

حکمت کرزي بي بي سي ته ویلي وو: "افغانان داسې انګیري چې د قومي مشرانو وژل، د ښوونځیو سوځول او پر افغان ځواکونو بریدونه که د هرچا له خوا وي، ریښه یې پاکستان کې ده او دوی دا کار د افغانستان پر وړاندې په یوه نااعلان شوې جګړې تعبیروي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغان دولت وسله والو مخالفانو په وروستیو کې کابل او نورو ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي

پاکستاني چارواکي وايي، افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت دوام، د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو حضور او په افغانستان کې د سیاسي مشرانو د اړوندو کسانو تښتول او په افغانستان کې یې پټول د پاکستان پروړاندې یوه نااعلان شوې جګړه ده، او ځینې وخت د افغانستان له خاورې د هند د استخباراتي فعالیتونو ډېرېدل هم د خپلې خاورې پرضد ګڼي.

د ولسمشر لیک

ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته پخپل لومړني لیک کې، چې پټ و، خو ځینو رسنیو ته افشا شو، لیکلي په ارګ کې د تېرې میاشتې د ژمنو او خبرو پربنسټ اوس د عمل وخت رارسېدلی دی.

د افغانستان مشران وايي، په باور یې پاکستان هم هوډ لري چې په وزیرستان کې د اورپکو پرضد پرېکنده عمل وکړي.

پاکستان وړاندې د وزیرستان په عملیاتو کې له دوو زرو ډېر اورپکي ووژل، سلګونه نور یې ونیول او ګڼ بندیان یې اعدام کړل.

د ولسمشر غني لیک ځینې مهم ټکي دا دي:

الف: دا چې اورپکي او هغه کسان چې د جګړې اور پو کوي، د پاکستان له خوا خبرو او د سیاسي پخلاینې ته وهڅول شي.

ب: پاکستان د اورپکو مالي امکانات، پټنځایونه او اډې وتړي او د یوې میاشتې اوږدو کې یې ونیسي یا یې له خپلې خاورې پسې واخلي.

ج: پاکستان کې هغه افغان بندیان افغانستان ته وسپارل شي، چې ځینې یاغي طالبان هم پکې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني هرات ته په تازه سفر کې ویلي، د جګړې ځواب به په جګړې ورکوي.

دا خبرې وړاندې د حامد کرزي او د ځینو پاکستاني قبایلي مشرانو ترمنځ هم څو ځله ویل شوې دي. خو توپیر یې اوس د اورپکو د نیولو لپاره د یوې میاشتې وخت په ډاګه کول او د افغانستان جدي څرګندونې دي.

ګڼ وګړي پوښتي که چېرې تر یوې میاشتې د پاکستان له خوا پاموړ ګام وانخیستل شي، افغانستان به څه کوي؟

اعلان شوې جګړه

ولسمشر اشرف غني هرات ته د دویم سفر پرمهال بیا ټینګار وکړ، نه غواړي اوس یې هېواد نه غواړي له طالبانو سره له کمزوري دریځه خبرې وکړي.

هغه هوډ لري چې د جګړې ځواب په جګړې ورکړي؛ هغه څرګندونې چې وړاندې ډېرې نه کېدې او تر ډېره د سولې پر خبرو ټینګار کېده.

پاکستان په دې وضعیت کې د غوراوي په ټاکلو کې له ستونزې سره مخامخ دی. د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف کابل کې د خبرو پرمهال د طالبانو پسرلني عملیات وغندل او تېره اونۍ د پاکستان پوځي مشرانو د طالبانو د "عزم" په نوم عملیاتو سم لاسي درولو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې چېرې بریدونو ته دوام ورکړي، طالبانو ته به ناوړه پایلې ولري.

د طالبانو پروړاندې ګام اخیستو ته یوه میاشت مهلت ټاکل ددې څرګندويي کوي نور کابل د "برید وکړه وتښته" جګړې پروړاندې د صبر کاسه ډکه شوې ده، بل دا چې پاکستان رښتیا وښيي، چې آیا د افغانستان دښمن رښتیا د پاکستان دښمن دی؟ لکه څرنګه چې کابل کې نواز شریف ویلي وو.

مهم معلومات

د پاکستان او افغانستان استخباراتي ادارې د درېیم هېواد له لارې د یو او بل په خاوره کې د اورپکو د مشرانو د حضور په اړه خبرېږي.

د پاکستان یو باخبره خبریال وايي، اوس د پټولو ځای نه دی پاتې؛ ځکه چې افغان امنیتي چارواکو ته کراچۍ کې د ملا محمد عمر او کوټه او بلوچستان کې د نورو طالب مشرانو شوراګانې او د حقاني شبکې او ګلبدین حکمتار مشران د امریکا له لارې ورته معلوم دي.

همدارنګه، پاکستان د افغانستان د ملي امنیت او پاکستاني طالبانو د مشرانو ترمنځ د نژدې اړیکو او کابل ته د پاکستاني طالبانو د مشرانو تګ راتګ چې لوګر کې د امریکایانو له خوا د بیت الله مسید د ورور د نیول کېدو لامل شول، هم خبر دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغانستان څو ځلې اعدا کړې، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر پاکستان کې دی

ددوی له انده، بلوڅ بېلتون غوښتونکي هم افغانستان کې د پښې ټینګولو ځای لري او پاکستان غواړي د بلوڅو مشران ونیول شي او فعالیتونه یې ودرول شي.

په تېرو څلورو میاشتو کې کابل ته د پاکستاني چارواکو ډېر تګ راتګ دا ښيي چې اوس پاکستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ راګیر دی.

څه به کېږي؟

د مخالفو مشرانو د نیولو او سپارلو لپاره ددواړو هېوادونو د مشرانو قوي او هوډمنې پرېکړې ته اړتیا ده.

پاکستان له دې کبله د تېر سیاسي باور له کبله هېڅکله نه دی حاضر شوی چې دا ډول معامله وکړي. خو په ۲۰۰۱ کال پاکستان کې د طالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف یې چې کله امریکایانو ته وسپاره، او دوه نور جګپوړي طالب مشران یې امرکایانو ته له دې کبله ورکړل، چې په وینا یې ددوی له اوامرو یې "سرغړونه" کړې وه.

د یوې سرچینې په حواله، د پاکستان پوځي مشرانو د حقاني پر شبکې د فشار لپاره ددغې شبکې مشرانو ته ویلي چې خپلو فعالیتونو ته پام وکړي، ځکه چې د وخت په تېرېدو شاید د پاکستان خاوره کې ددوی ملاتړ کم شي.

که چېرې پاکستان د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره پر طالبانو ډېر فشار راوړي، د طالبانو په ګومان دوی به ځانونه وسپاري او بله چاره نه شته چې د کابل حکومت کې ځانونه مدغم نه کړي.

خو که چېرې د جګړې پر دوام ټینګار وکړي، باید د پاکستان پرځای یو بل هېواد غوره کړي، او خپله مشرتابه هلته ولېږدوي، او درېیمه لار یې دا ده چې افغانستان ته ستانه شي. په دې صورت کې ددوی ځپل ډېر امکان لري ځکه چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د هېواد د ننه د طالبانو ګڼ لوړپوړي مشران په نښه شول او له منځه ولاړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان ادعا کوي، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د کونړ ځنګلونو کې پټ شوی دی.

ځینې کسان ایران ته د ځینو طالبانو سفر ته دداسې شک په سترګه ګوري، چې امکان لري دوی د بېړني حالت پرمهال ایران ته پناه یوسي. په تېر کې ګلبدین حکمتیار هم تهران د ځان لپاره لنډمهالی استوګنځی غوره کړی و.

خو که چېرې د طالبانو مشران افغانستان ته ستنېدو ته زړونه ښه نه کړي، او پاکستان کې وضعیت نور هم ناوړه شي، قطر او سعودي عربستان د دوی لپاره یو احتمالي غوراوی دی چې له جګړې او سیاست ځانونه لیرې کړي او په دغو هېوادونو کې اوسېدو ته زړونه ښه کړي.

د افغانستان لپاره هم دا ډول پرېکړه کول ګران کار دی، لکه څرنګه چې پاکستان ادعا لري، د کونړ له ځنګلي سیمو نیول شوی ملا فضل الله پاکستان ته وسپاري.

که چېرې افغانستان او پاکستان د امنیتي هوکړې له لاسلیک وروسته او د اوسنۍ باور جوړونې د فضا په تداوم وکړای شي په ګډه د یو او بل د دښمن پروړاندې ګامونه پورته کړي، افغانستان هم باید یو داسې برخلیک ټاکونکی تصمیم ونیسي چې د اسلام اباد چارواکي پرې راضي وي او ډاډ‌من شي چې ورته ګام پورته کړي، یا د مخالفانو مشران وسپاري، یا یې درېیم هېواد ته وشړي او د یو او بل پر ضد د نا اعلان شوې جګړې پایته رسېدل اعلان کړي.

ورته مطالب