د کابل پارک 'پلس مېلمستون' د برید سمبالوونکي نیول شوي

د انځور حقوق AP

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په کابل کې پر پارک پلس مېلمستون د برید دوه سمبالوونکي یې نیولي، چې یو پکې د حقاني شبکې اړوند دی.

ملي امنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان یې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د کابل ښار په سنګ نوشته سیمه کې نیولی.

دغه اداره وايي، نیول شوو کسانو منلې ده، چې په یاد مېلمستون برید د حقاني شبکې له خوا د خیبر پښتونخوا پېښور ښار کې طرح شوی و، خو ددغه برید مشري د یوه قومندان قاري عبدالله په نوم یوه کس، چې په انس مشهور دی، کوله.

د افغانستان څارګره اداره وايي، یوه بل کس د امریکا متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې (یوسایډي) له یوه کلپ کارت په ګټې اخیستو د مېلمستون ساحه ارزولې وه او نقشه یې د انس په نوم قومندان ته ورکړې وه.

دغه اداره وايي، برید کوونکی له پاکستان نه د حقاني شبکې له خوا افغانستان ته راستول شوی و، چې وروسته یې پر پارک پلس هوټل برید وکړ.

ملي امنیت وايي، یادو کسانو د کورنیو چارو وزارت او د لوګر ولایت پر امنیې قومندانۍ بریدونو کې هم برخه لرله.

د تېرې مې پر ۱۴مه، د کابل کلوله پشته سیمه کې د یوه کانسرټ له پیلېدا وړاندې، پر پارک پلس هوټل برید وشو، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

په وژل شوو کې د ولسي افغانانو په ګډون، یو افغان الاصله بریتانوی، څلور هندیان، دوه پاکستانیان، او یو د امریکا، یو د ایټالیا او یو د قزاقستان وګړي وو.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې وه، چې په وینا یې برید یې د ځانګړي تکتیک له مخې کړی، او په یاد هوټل کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو مهم مېلمانه وو.

له برید وروسته، ددغه مېلمستون پر فېسبوک پاڼې لیکل شوي وو، پارک پلس یو ''ساده افغاني'' مېلمستون دی، چې د ملګرو ملتونو کاروونکي ورته تګ راتګ کوي.

ورته مطالب