داعش له طالبانو سره د جنگ دلايل روښانه کړل

د انځور حقوق AP
Image caption دا ادعا د داعش يو مشر،مولوى عبدالرحيم مسلم دوست له بي بي سي سره له يوه نامعلوم ځايه په تيلفوني خبرو کې کړې ده.

په افغانستان کې د اسلامي دولت يا داعش په نوم ډلې طالبان په دې تورن کړي دي چې هېواد کې د پاکستان د "گټو" لپاره کار کوي او له همدې امله يې دوى سره هم د جنگ لاره خپله کړې ده.

طالبانو سملاسي غبرگون نه دى ښوولى خو په تېرو وختونو کې يې دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

دا ادعا د داعش يو مشر،مولوى عبدالرحيم مسلم دوست له بي بي سي سره له يوه نامعلوم ځايه په تيلفوني خبرو کې کړې ده.

مولوي عبدالرحيم مسلم دوست چې تير کال يې د داعش مشر ابوبکر البغدادي سره يوځاى کېدل اعلان کړي وو، وويل چې په طالبانو د پاکستان د اغيز له امله يې له هغوى څخه لاره بېله کړې، ده.

ده وويل:

" طالبان د پاکستان د استخباراتو په مشورو کار کوي، دوى د اسلام اوجهاد په نوم افغانان ځورول، ځکه نو کله چې د اسلامي دولت ډله رامنځ ته شوه او د جهاد هدف ته يې کار کاوه نو موږ ورسره ملگري شو".

ده دا خبره رد کړه چې گواکې د کوم لوري له خوا تمويليږي او ويې ويل چې خپلې اړتياوې د خلکو په " مرستو" پوره کوي.

د داعش ډله که څه هم د ډېرو په اند په افغانستان کې نوې ده، خو په هغو جنگي تاکتيکونو چې دوى يې په سوريې او عراق کې کاروي سختې نيوکې شوې دي.

په ځانگړې توگه له خلکو څخه د سرونو پرې کول، خو مولوي مسلم دوست وايي:

" يوازې هغه کسانو پر ضد دا چلن کېږي چې ورسره جنگيږي".

افغان حکومت هم کله نا کله ادعا لري چې د هېواد په بيلا بيلو برخو کې داعش فعاليت لري، او په ځانگړې توگه له منځنۍ اسيا سره تړاو لرونکي وسله وال ورسره ملگري دي، خو ښاغلى مسلم دوست وايي:

" يوازې افغانان او پاکستانيان راسر دي او نورو ځايونو نه ورغلي کسان ډير کم دي".

عبدالرحيم مسلم دوست په ٢٠٠١ کال کې پاکستان کې نيول شوى او بيا امريکايانو ته له سپارل کېدو وروسته تر پنځو کالو په گوانتانامو کې بندي وو.

دى پخوا د طالبانو خواخوږى يادېده او خپلې مدرسې يې درلودې.

نوموړي تېر کال له اسلامي دولت يا داعش سره يوځاى کېدل اعلان کړل.

ورته مطالب