افغان حکومت: ''برما کې بشري جنايتونه ختم کړئ''

د انځور حقوق AP
Image caption بودايانو د مسلمانانو کورونه او مېنې سوځولي او د برما لسګونه زره مسلمان وګړي د بودایانو د بريدونو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې فرقه يي زورزياتی غندلی او له ملګرو ملتو او نړیوالو بنسټونو يې غوښتي چې دغو بشري ضد جنايتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د ۲۰۱۲ کال په مې مياشت کې د تاوتريخوالي دغو څپو له راټوکېدو وروسته دا د افغانستان د حکومت لومړنی رسمي غبرګون دی.

د بهرنيو چارو وزارت په وينا پاڼه کې راغلي افغانستان د برما د مسلمانانو پر وړاندې فرقه يي زورزیاتی چې په پايله کې يې زیات شمېر بې ګناه انسانان وژل شوي په کلکه غندي.

په وينا پاڼه کې پر دې ټينګار شوی ''کابل د دغو بې دفاع انسانانو ځورول او وژل چې ښځې، ماشومان او د ډېر عمر کسان په کې دي غير انساني او له بشري ارزښتونو سره په ټکر کې بولي''.

د افغانستان حکومت د برما د قربانيانو له کورنيو او هغو کسانو سره چې اوس هم تر شکنجې لاندې دي او بېځايه شوي خپله خواخوږي ښوولې ده.

بودايانو د مسلمانانو کورونه او مېنې سوځولي او د برما لسګونه زره مسلمان وګړي د بودایانو د بريدونو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په برما کې د فرقه يي تاوتريخوالي څپې وروسته له هغه راوټوکېدې چې د بودايانو ترمنځ داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې یوه مسلمان سړي پر يوې بودايۍ ښځې جنسي تېری کړی او وروسته يې هغه وژلې ده.

له دې وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې یوې ناپېژاندې وسلوالې ډلې ۱۰ مسلمانان ووژل چې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښتو زور واخيست.

په وروستيو کې د برما سلګونو روهينګا مسلمانانو هڅه وکړه چې د اوبو له لارې په بېړيو کې ماليزيا، اندونيزيا او تايلنډ ته واوړي.

د دغو پناه غوښتونکو يو شمېر يې لا هم په اوبو کې ايسار او سلګونه نور يې ماليزیايي او اندونېزيايي بېړيو له ډوبېدو ژغورلي دي.

ورته مطالب