''طالبانو سره ناسته کې مو له خپلو حقونو 'دفاع' وکړه''

د انځور حقوق EPA
Image caption مېرمن بارکزۍ دغه راز ويلي د ناروې د خبرو تمرکز پر دې و چې په راتلونکي کې د واک د هر ډول ممکنه وېش پر مهال بايد د ښځو حقونه په پام کې ونیول شي

د افغانستان د ولسي جرګې استازې او د ښځو د هغه پلاوي غړې چې په ناروې کې يې د طالبانو له پلاوي سره کتلي بي بي سي ته ويلي، په دغه ناسته کې ګډونوالو ښځو په ''زړورتيا'' له خپلو حقونو دفاع وکړه.

راپورونه وايي شاوخوا لسو افغان ښځو په يوه کمساري اقدام کې د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره وکتل.

په دغو خبرو کې د افغانستان د ولسي جرګې لږترلږه دوو ښځينه وکيلانو او د سولې د عالي شورا دوو ښځينه غړو ګډون درلود.

دغه ليده کاته د جولای په درېمه او څلورمه نېټه شوي او طالبانو هم په دغو خبرو کې د خپل لوري شتون تاييد کړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې شکرې بارکزۍ له راستنېدو وروسته په کابل کې بي بي سي ته په خبرو کې دغه ليدنه د ''افغان ښځو لپاره يو تاريخي او مهم حرکت وباله''.

دې وويل په دغو خبرو اترو کې د ګډونوالو ښځو اصلي غوښتنه ''د هغو د يموکراتيکو ارزښتونو خونديتوب وو، چې په تېره يوه لسيزه کې ترلاسه شوي دي''.

افغان مېرمنې د طالبانو د رژيم پر مهال په افغانستان کې له ګڼو محدوديتونو سره مخامخ وې او د کار او زده کړو له حق نه بې برخې وې.

Image caption د ناروې ناستې ته د طالبانو استازي له دوحې ورغلي وو

مېرمن بارکزۍ دغه راز ويلي د ناروې د خبرو تمرکز پر دې و چې په راتلونکي کې د واک د هر ډول ممکنه وېش پر مهال بايد د ښځو حقونه په پام کې ونیول شي.

دا وايي دواړه لوري په دې سره يوه خوله ول، چې په افغانستان کې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او باید تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره خبرې دوام کړي.

د ناروې غونډه له هغه يوه مياشت وروسته جوړه شوه چې ورته يوه غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه.

هغه مهال يو ۲۰ کسيز پلاوی چې د مدني ټولنو فعالان او خپلواکې سياسي څېرې په کې وې دوحې ته ولاړل او له طالب استازو سره يې وکتل.

د افغانستان د سولې عالي شورا وويل دغه ليده کاته رسمي نه دي او ګډونوال يې د حکومت استازيتوب نه کوي.

تېره ورځ د طالبانو يوه وياند هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي د ناروې خبرې غير رسمي دي او د سولې د رسمي خبرو برخه نه ده.

ورته مطالب