لوګر کې ۹ تښتول شوي ماین پاکان خوشي شول

د انځور حقوق AFP

د افغانستان پلازمېنې کابل په ګاونډ لوګر ولایت کې نهه تښتول شوي ماین پاکان د سپین ږیرو په مټ خوشي شوي دي. د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، دغه کسان طالبانو تښتولي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش رسنیو ته وویل، دغه ماین پاکان د هلو ټرسټ په نوم د ماین پاکۍ مؤسسې کار کووونکي دي. چې تېر ماښام د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب راخوشي شول.

نوموړی وايي، ددغو ماین پاکانو په خوشي کېدو کې له طالبانو سره هېڅ کوم ډول معامله نه ده شوې.

دغه کسان د تېرې یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته تښتول شوي وو.

د لوګر د پولیسو قومندان عبدالحکیم اسحق زي بي بي سي ته وویل، دغه ماین پاکان د لوګر مرکز کې له داودخېلو له سیمې (باري دښتې) ته تښتول وو.

که څه هم په تېرو کلونو کې ماین پاکانو ته چا څه نه ویل، خو له تېر یوه کال راهیسې د نا پېژاندو وسله والو له خوا د ماین پاکانو د تښتولو پېښې ډېرې شوې دي.

د روان ۱۳۹۴ کال په غويي میاشت کې د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې ۱۹ ماین پاکان وتښتول شول، چې څو ورځې وروسته بېرته خوشي شول.

ورته مطالب