د کانونو وزیر: د افغانستان کانونو کې چور تالان روان دی

د انځور حقوق Getty
Image caption د کانونو وزیر وویل، وزارت یې آن د سلو کانونو د څار توان هم نه لري.

د افغانستان د کانونو او او پیټرولیم وزیرد ولسي جرګې غونډې ته وویل، د کانونو په باب د حکومت اوسنۍ تګلاره دغه هېواد د ''ویجاړۍ'' تر پولې رسوي.

داود شاه صبا چې د کانونو د استخراج په تړاو د قراردادونو د لاسلیکولو په اړه ولسي جرګې ته غوښتل شوی و، وویل تر اوسه له بېلابېلو شرکتونو سره د کانونو د رایستلو نژدې درې سوه او څلوېښت قراردادونه لاسلیک شوي، چې دغه وزارت یې اوسمهال د سلو د څارنې توان هم نه لري.

هغه وویل، د کانونو د غلا په اړه خبر دی چې له هېواده قیمتي ډبرې په اسانۍ سره بهرنیو هېوادونو ته ایستل کېږي. ښاغلي صبا د کانونو د استخراج په اړه د یوه حقوقي چوکاټ نشتوالی لویه ستونزه وبلله:

''د عینکو کان او د اورګاډي د پټلۍ جوړول چې له چینه تر عینکه او بالاخره د پاکستان له پټلۍ سره نښلول کېږ،ي دا پخپله څو میلیارده ډالره پانګونې ته اړتیا لري، هغوی وړاندیز کوي، خو په قرارداد کې د (که چېرې) یو شرط شاملوي، وایي چې موږ یې د شونتیا په اړه څېړنه کوو، که چېرې د شونتیا په اړه څېړنې موږ ته اجازه راکړه موږ د اورګاډي پټلۍ جوړوو، که یې رانه کړه، بیا هغه ځای ناڅرګند پرېږدي. دقیقاً هم د حاجي ګک او هم د عینک په هکله داسې یوه قضیه شته''.

د کانونو وزیر په مرکزي بامیانو ولایت ک د حاجي ګک د کان په اړه وویل، اوس د افغانستان دولت له یوه هندي کانسرسیوم او یوه کاناډایي شرکت سره پر خبرو بوخت دی، خو قرارداد لا نه دی لاسلیک شوی. وړاندې ځینې رپوټونه خپاره شوي وو چې هندي کانسرسیوم د افغانستان د کانونو د استخراج تر ټولو لوی قرارداد فسخ کړی دی. ښاغلي صبا وویل، له دې کبله چې په ۲۰۱۳ کال د هندي کانسرسیوم د بانکي ضمانت موده پایته رسېدلې وه، اوسمهال د افغانستان د قوانینو پربنسټ هېڅ ډول خبرې نه دي شوې.

د انځور حقوق MOMP
Image caption ښاغلي صبا د ناامنیو ډېروالی هم د کانونو د وضعیت پر خرابېدو پورې تړلی وباله.

ښاغلي صبا د ناامنیو ډېروالی هم د کانونو د وضعیت پر خرابېدو پورې تړلی وباله.

ده ووی، په ځینو ځایونو کې د کان ایستنې کوچنۍ چارې داسې قراردادي ته ورکړل شوې، چې هلته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي، او آن د هغه ولایت د پولیسو مشر هم هلته نه شي تللی.

د کانونو وزیر وویل، وزارت یې د کانونو د امنیت خوندي کولو دنده نه لري، چې دې ستونزې ته باید د وزیرانو شورا ځانګړی حل ومومي.

ورته مطالب