غزني کې څلور ولسي وګړي تښتول شوي

د افغانستان غزني سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې دوې ښځې، یو ماشوم او یو موټر چلوونکی تښتول شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان چا تښتولي، خو پېښه د تېرې دوشنبې په ماځیګر ناوخته د ګیلان ولسوالۍ په رسنه سیمه کې - چې جاغوریو ولسوالۍ ته نژې ده - شوې ده.

دی وايي، دا سیمه د افغان دولت د وسله والو مخالفانو په ولکه کې ده.

د جاغوریو یوه مشر میرزا خان بي بي سي ته وویل، دغه کورنۍ تېره ورځ له جاغوریو ولسواۍ نه دهمرده سیمې ته پر لاره وه، چې د لارې په اوږدو کې ونیول شول او وتښتول شول.

د دهمرده سیمې اوسېدونکي له هزاره قوم سره تړلي دي.

د غزني مرستیال والي وايي: ''د جاغوریو ولسوالۍ مشران د رسنه له خلکو او د طالبانو له اړوندو کسانو سره اړیکه نیولې، خو طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي ددوی کسانو دغه مسافر نه دي تښتولي''.

دی وايي، په سیمه کې د طالبانو جنګیالیو دوی ته ډاډ ورکړی، چې دا موضوع به تعقیبوي.

نوموړی زیاتوي، داسې رپوټونه هم شته چې دغه کسان باغتو او ګوار سیمو ته لېږدول شوي.

میرزا خان چې د جاغوریو له سپین ږیرو سره یوځای یې د ۱۹ تښتول شویو په خلاصون کې هم هڅه کړې ده، وايي چې زابل کې ۳۱ مسافر د ازبکستان جنګیالیو تښتولي وو.

دی وايي، د سیمې سپین ږیرو ارغنداب او کاکت سیمو سره اړیکي نیولي او هغوی هم ژمنه ورسره کړې ده چې د دغو کسانو د ژغورلو لپاره به هڅه وکړي.

ورته مطالب