په کور ناست د حامد کرزي وزیران

د انځور حقوق ARG

د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په څلورو پړاوونو کې په کابینه کې شاوخوا سلو کسانو حضور درلود.

د اوسني ملي یووالي د حکومت وتلې څېرې لکه ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړی مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار حضرت عمر زاخیلوال د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د کابینې وزیران وو.

دا مطلب تاج الدین سروش چمتو کړی او پښتو ته هدایت الله همیم ژباړلی دی.

خو که له دغو کسانو تېر شو، د حامد کرزي د واکمنۍ ډېری وزیران اوس پر کور کښېنول شوي.

البته له دغو وزیرانو زیاتره یې د وزارت د مودې له ختمېدو وروسته له افغانستان وتلي او په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

د ښاغلي کرزي د وخت هغه وزیران چې اوس په افغانستان کې دي، دده په څېر په لوکسو موټرو کې ګرځي او د کور څلورو خواوو ته یې ساتونکي ولاړ وي. د دوی د اوس وخت ساتونکو شمېر هم د وزارت د مهال د ساتونکو له شمېر کم نه دی.

په دوی کې ایله د ګوتو په شمېر یې په کور ناست دي او د عادي افغانانو په څېر یې له ساتونکي پرته ژوند پیل کړی دی.

په دې راپور کې د حامد کرزي د واکمنۍ د مهال د څلورو هغو وزیرانو ژوند ته لنډه کتنه شوې چې اوسمهال په افغانستان کې اوسېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو مخکینی وزیر، جماهیر انوري

د انځور حقوق f

د حامد کرزي د واکمنۍ له وزیرانو لومړی کس چې له وزارت وروسته یې د خپل ژوند کیسې کولو ته زړه ښه کړ، جماهیر انوري دی.

دی عادي ژوند لري او د کابل په یوه مېنه کې د عادي خلکو په څېر اوسېږي. کله چې له هغه سره مخامخ شوم، هېڅ خوا او خاطر ته مې نه لوېده، چې دا سړی به څو کاله وړاندې د افغانستان د کابینې وزر و.

کور یې په سرو غالیو فرش شوی، او د یوې کړکۍ خوا ته یې د ځان لپاره ځای جوړ کړی و، چې د انوري په وینا د خپل زړه تنګۍ بړاس همدلته وباسي او له کړکۍ نه د آزادې فضا سیل کوي.

هرڅوک چې د ښاغلي انور کور ته وردننه کېږي، لومړی یې له مشهورې سینمايي ستورې انجلینا جولي سره د ښاغلي انوري پر چوکاټ شوي انځور سترګې لګېږي.

جماهیر انوري له خپلې مېرمنې سره چې دی یې (بي بي حاجي) بولي، په کابل کې اوسېږي. بچیان یې یوځل د یوې وسله والې ډلې له خوا نیول شوي وو، چې بیا وروسته یې د تل لپاره افغانستان پرېښود او په یوه اروپايي هېواد کې اوسېږي.

ښاغلی انوري وايي: "کله چې وزیر وم، د اوسپنیزو کړکیو ترشا به مې د امنیتي کسانو تر ساتنې لاندې ژوند کاوه، په لوکس لنډکروزر کې به ګرځېدم، او د خلکو لاسرسی راته کم و. خو اوس وزیر نه یم، په ۷۹ ماډل کرولا کې، چې ډېری افغانان یې لري، په ښار کې ګرځم".

جماهير انوري وايي، اوس د کور د اړتیا وړ څیزونه دی پخپله اخلي او آن د رانیولو پرمهال له پېردونکي سره چانې هم وهي، دی وايي: "د وزارت د وخت ښه یادګارونه نه لرم. زما لپاره وزارت یو ډول سرخوږی و".

ښاغلي انوري له بې وزګارۍ د خلاصون لپاره د کابل په شیرپور سیمه کې یو مشورتي او اکمالاتي دفتر پرانیستی دی.

د افغانستان د کډوالو چارو مخکینی وزیر وايي، له وزارت نه تر لیرې کېدو وروسته یې له کتاب لوستلو سره ځانګړې علاقه پیدا شوې چې وايي پخپل ډېری وزګار وخت کې مثنوي معنوي لولي.

د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مخکینی وزیر جنرال خدایداد

د انځور حقوق d

د حامد کرزي د واکمنۍ د مهال په کور د ناست دویم وزیر کور ته ورغلم؛ جنرال خدایداد د کرزي د واکمنۍ پرمهال د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزیر و.

دی په دوه پوړیزه ودانۍ کې اوسېږي. یو منځنی قیمت لرونکی لنډکروزر لري. جنرال خدایداد چې د خپل کور په انګر کې منتظر و، له ما سره په جدي ژبه روغبړ وکړ، تر لاس یې ونیوم او د کور د ننه یې بوتلم.

د هغه د کور پر دېوالونو د مخکینیو ولسمشریزو ټاکنو له کاندید هدایت امین ارسلا سره ګډ انځور راځوړوند و. ښاغلی خدایداد د ولسمشریزو منډو درړو پرمهال د ښاغلي ارسلا مرستیال و.

له چایو څښلو وروسته یې زه د کور دویم پوړ ته وخېژولم. د خونې په کونج کې د خیاطۍ ماشین او ځینې نور توکي ګډوډ پراته وو.

مېرمنې ته یې د (معلم صاحبې) خطاب کاوه او زه یې له هغې سره معرفي کړم. د ښاغلي خدایداد مېرمن روغبړ راسره وکړ او په ټوک آمیزه لهجه یې جنرال ته وویل: "وختي به دې خبرولم چې مېلمه راځي، کور به مې سمبال کړی و"، خو جنرال ورغبرګه کړه، خیر دی کوم مشکل نه دی.

په دې خونه کې د نوموړي ګڼ کورني انځورونه هم وو. دغه پخواني وزیر د خپلو بچیانو انځورونه راوښودل او وویل دوی له افغانستان بهر اوسېږي.

ترې ومې پوښتل، نو دلته څوک اوسېږي؟ په مسکۍ خوله یې راته کړل: "دلته یوازې زه او هغه (مېرمنې ته یې اشاره وکړه) اوسېږو".

له هغه ځایه یې زه بلې خونې ته بوتلم چې ورزشي توکي پکې وو.

ده وویل: "کله چې وزیر وم، د ورزش لپاره مې وخت نه درلود، له دې کبله غوره به مې بلله چې ورزش وکړم، اوس منظم پروګرام لرم".

د کلیو د پراختیا وزیر، ویس احمد برمک

د انځور حقوق f

د مخکینۍ کابینې له درېیم وزیر – د کلیو د پراختیايي چارو – له وزیر سره د لیده کاته موقع راته برابره شوه.

د تېرو دوو مخکینیو وزیرانو برعکس مې له ښاغلي برمک سره اړیکه ونیوه، ویل یې د کار دفتر ته یې ورشم. له هغه مې وپوښتل، خو تاسو په کور ناست یاست؟ په ټوکه یې راته وویل: "رسمي دنده نه لرم خو په بېړنیو چارو کې د ولسمشر استازی یم، خو له څلورو میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده راکړې. تاسو دا ډول دنده په کور د ناستو کسانو سره واخلئ".

د کلیو د پراختیا له وزیر سره مې وخت وټاکه چې د ماځیګر پر څلورو بجو یې کور ته ورشم. د کور پته یې زما ګرځنده تیلیفون ته راواستوله.

د ښاغلي برمک د اوسېدو ځای ته ورغلم، خو د کور په موندلو یې ونه توانېدم؛ ځکه چې افغانستان کې د کورونو ځانګړې شمېرې نه شته چې په اسانۍ سره پیدا شي.

د استوګنې مېنې ته ننوتم، له یوه مې وپوښتل د کلیو د پراختیا د مخکیني وزیر کور چېرې دی؟ ځواب یې راکړ: "برمک صاحب یادوې؟ همدلته دی خو تر اوسه له کوره نه دی راوتلی، تر څو دقیقو پورې راوځي".

څو دقیقې ووتلې او وزیر په یوه لوکس سپین رنګه لنډکروزر کې مېنې ته داخل شو. له ما سره یې روغبر وکړ او وویل راځه چې کور ته ولاړ شو. کور ته یې ننوتم.

ښاغلي برمک وویل، مخکې یې د پلار په کور کې اوسېده، خو اوس په کرايي کور کې اوسېږي. په روغبړ بوخت وو چې بچیان یې یو پربل پسې راغلل.

دی شپږ بچیان لري چې یو یې په حکومتي ښوونځي کې درس وايي او نور یې په یوه خصوصي ښوونځي کې سبق وايي. ښاغلي برمک ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له وزارت وروسته د خوړو لیست بدل شوی؟ وویل: "هو، طبیعي ده چې د وزیر خواړه به د یوه عادي وګړي له خوړو سره توپیر ولري".

ویس احمد برمک وايي، په دې ورځو کې افغانستان کې د بهرنیو مرستو د اغېزمنتوب په اړه پر یوې څېړنې بوخت دی او وزګار وخت له خپلوانو سره تېوري. ځینې وخت قرآن او کابلی تفسیر لولي.

د کورنیو چارو مخکینی وزیر، غلام مجتبی پتنګ

د انځور حقوق f

یوه اونۍ تم شوم چې د کورنیو چارو له مخکیني وزیر سره وګورم. موبایل یې بند و. برېښنالیک مې ورواستاوه. ځواب یې راکړ چې افغانستان کې نه دی او افغانستان ته تر ستنېدو پورې ورته انتظار شم.

له څو ورځو انتظار وروسته مې بیا زنګ ورته وواهه او ژمنه مو وکړه چې کور ته یې ورشم. سبا ته چې کور ته ورغلم، مخکې له دې چې پته یې پیدا کړم، اړیکه یې راسره ونیوه او راته وویل هغې کوڅې ته باید ورشم چې کانکریټي موانع پکې درول شوي او د پولیسو یو رینجر پکې ولاړ دی.

کور یې ډېر لوکس او د نورو درو وزیرانو پرتله ډېر ښکلی و. یوه ساتونکي یې د ملاقاتونو ځای ته وروستلم. له ښاغلي کرزي سره د ښاغلي پتنګ ګډ انځور پر دېوال ښکارېده او پر سر یې توره راځوړنده وه.

څو شېبې وروسته ښاغلی پتنګ راغی او له ما سره یې روغبړ وکړ. ما ورته کړل: "ډېر وخت وشو چې افغانستان کې نه یاست، او موبایل مو هم بند و"!

په ځواب کې یې راته وویل: "۳۰ کاله کېږي چې پزه مې ستونزه لري او بوختیاوو نه یم پرېښی چې درملنه یې وکړم، له همدې وخت مې ګټه واخیسته هند ته د درملنې لپاره ولاړم. اوس مې وضعیت یوڅه ښه دی".

هغه خپل یوه بل انځور ته اشاره وکړه چې د ځوانۍ پرمهال یې اخیستی و، وویل: "دا انځور مې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال اخیستی او هغه مهال زه لومړۍ درجه صاحب منصب وم. په یوه طبیعي پرمختګ سره د کورنیو چارو وزیر شوم".

پتنګ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې امنیتي ساتونکي ډېر دي؟ راته وویل، امنیتي وضعیت چندان ښه نه دی او دی پر دولت حق لري چې امنیت یې خوندي کړي.

د کورنیو چارو مخکینی وزیر وايي، د یوې روزنیزې مؤسسې د جوړولو په درشل کې دی، چې تر ډېره پولیس پکې وروزل شي. خو په کور کې تر ډېره د پولیسو د راتلونکي په اړه پر لیکنو بوخت دی او ځینې وخت غزل او موسیقي اوري.