''د افغانستان کانونه ښايي د داعش مالي سرچينه شي''

د انځور حقوق MOMP
Image caption ښاغلي صبا په نږدې راتلونکې کې پر لویو کانونو کار کول ناشونی وباله، ويې ویل چې د دوی پلان اوس يوازی پر وړو کانونو ورټول دی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داوود شاه صبا پر امنیتی ځواکونو غږ وکړ، هغه پالیسي چی داعش په نورو هیوادنو کې درلودله غواړي په افغانستان کې يې هم پلې کړي.

داوود شاه صبا د خپل وزارت ۱۰۰ ورځني پلان د پیژندنې پر مهال وویل اوس له دغو سرچینو څخه طالبان ګټه اخلي.

ښاغلي صبا په نږدې راتلونکې کې پر لویو کانونو کار کول ناشونی وباله، ويې ویل چې د دوی پلان اوس يوازی پر وړو کانونو ورټول دی.

د ملی يووالي حکومت د کابینې دغه وزیر وویل وروسته له دې به هیچ یو تړون پرته له جدي مطالعې لاسلیک نه کړي.

ښاغلي صبا د افغانستان د مرکزي ولایت بامیان د حاجیګک اوسپنې کان په اړه وويل چې له یوه کاناډايي شرکت سره پرې خبرې پيل شوي دي.

ده وويل که د دغه شرکت د څېړنو پايلې مثبتې وې، نو په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې به يې په اړه خبرې پيل شي.

ښاغلي صبا همدارنګه وویل د هند هیواد کنسرسیوم چی په ۲۰۱۳ کال کې د همدې تړون داوطلب و، بانکي ضمانت یې ختم شوی او د افغانستان د قوانینو پر بڼست هېڅ ډول خبرې ورسره نه کېږي.

ده زياته کړه په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګازو لېږد په اړه په خبرو ډېر پام وي.

ورته مطالب