"افغان ځواکونه د بدخشان یمګان ولسوالۍ ته رسېدلي"

د انځور حقوق EPA
Image caption خو طالبان وايي لا هم دغلته له حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي ځواکونه يې د بدخشان یمګان ولسوالۍ ته رسېدلي چې له تېرو شپږو ورځو په کې طالب وسله وال واکمن وو.

په دغه موده کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ سختې نښتې هم وشوې.

خو طالبان وايي لا هم دغلته له حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او په وروستیو بریدونو کې يې دوی ته درانه زیانونه ور اړولي دي.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکي د افغانستان د دفاع وزارت نه یوازې د طالبانو دغه ادعا تش تبلیغ یادوي بلکې وايي د ولسوالۍ واک د دوی ځواکونو په لاس کې اخیستی دی.

دغه وزارت زیاتوي په جګړه کې وسله والو طالبانو ته د سر زیان هم اوښتی دی.

د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سی ته وویل:

"بدخشان کې زموږ ځواکونه د یمګان ولسوالۍ ته ننوتي، هلته تصفیه روانه ده، مخالفینو ته تاوان رسېدلی، ډېر يې وژل شوي دي."

"لوی درستیز هم هلته سفر درلود او حالت يې له نږدې څارلی. اوس حالات زموږ په کنترول کې دي."

په سیمه کې عیني شاهدان هم د افغان ځواکونو د پرمختګ خبره کوي خو دا لا سپینه نه ده چې د ولسوالۍ پر ودانۍ د چا ولکه ده.

د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري وايي افغان ځواکونه لا د یمګان ولسوالۍ ته نه دي رسېدلي او اوس هم د دغه ولسوالۍ مرکز د حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې دی.

د افغانستان د دفاع وزارت له اعلاميې ښکاري چې په بدخشان کې لا جګړه سړه شوې نه ده.

د دغه وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې په ۱۴ ولایتونو کې د خپلو ۱۱۰ مخالفینو د وژل کېدو ادعا کړې ده چې ډېر يې د بدخشان په جرم، بهارک او وردوج کې یاد کړي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۵۲ نور حکومت مخالفه وسله وال په بدخشان کې ټپیان شوي هم دي خو طالبان او حکومتي لوری ډېر ځله د یو او بل د دومره لوړې مرګژوبلې ادعاوې نه مني.

ورته مطالب